The news is by your side.

نجونې له دې ۶ ډول نارینه سره واده کول نه غواړی!

داسې ډېرې خبرې او سببونه شتون لري چې یوه نجلې نه غواړي له یوه هلک سره واده وکړي. چې له ډلې یې دا شپږ لوی سببونه دلته په لیکنه کې ښودل شوی دي:

۱ـ هغه سړي چې تل ټوکې کوي
که څه هم د نجونو  هغه نارينه تر نورو ډېر خوښېږي چې خندوي یا خوش اخلاقه وي خو باید خندا او مسخره توب هم خپل چوکاټ ولري او  که په دې کار‌کې افراط وشي او هر تل په يو چا پسې ټوکې پيل شي او هغه ته ازار ورکړی نو دا ډول کسان د نجونو هېڅ نه خوښېږي.

۲هغه سړي چې تل نصیحت کوي
سړي داسې فکر کوي چې تل باید خپلې مېرمن ته نصیحت وکړي ترڅو ښځې یې د دوی خبرې ومنې او یو ډول د ماشومانو احساس وربښي.چې ګوندې دا کار ښه دی او دا کار ښه نه دي، او یا هم تل ورته د دین په اړه خبرې کوي پخ داسې حال کې د ښځو دا دواړه ډول سړي نه خوښېږي، او د دې وړ یې نه بولې چې د ژوند ملګری یې وټاکي.

۳هغه سړي چې خپل نظافت ته پام نه کوي
نظافت په ګډ ژوند کې او مخکې له ګډ ژوند څخه ډېر اړین څيز ده چې ستاسو د شخصیت پېژندګلوي کوي. د هېڅ انسان دا خوښېږي چې د خپل ژوند لپاره داسې کس وټاکي چې د هغه له تخرګونو بوی ځي،جرابلې یې بوی کوي،بوټونه او کالي یې ډېر بې نظمه او خیرن وي.

ښځې بیا په دې مسلې کې ډېرې حساسې وي او هغه سړي يې ډېر زړه وړي چې خپل ځان پاک ساتي.

۴ـ هغه سړي چې یوازې جنسي مسایلو ته پام کوي

ځینې سړي دي چې که ښځې ورسره کینې یوازې او یوازې به د کوروالې په اړه خبرې کوي، داسې نه ده چې د ښځو له دې شیانو بد راځي خو ښځې دا نه خوښوي چې تل ورسره دا ډول خبرې وشي.او له دې مسایلو پسې هخوا د کور، ژوند او ورځيني ژوند او کارونو په اړه ورسره خبرې وکړئ.

۵لاس اچوونکي سړي
ځینې نارینه بیا داسې خوی لري چې د ستړي مشي په وخت کې او یا هم په ټوکو کې یو بل ته لاس اچوي . د ښځو په نظر دا ډول سړي خپل لاس په کنټرول کې نشي ساتي او نه هم دا ډول سړي خوښوي.

۶هغه سړي چې په خبرو کې کنځل کوي
ډېری سړي د دې عادت لري چې په خپلو خبرو کې پوچ او فحش وایي. که چېرې دا کنځل له نورو سره وي او یا د خپلو منځ کې خو دا په یاد ولرئ چې ښځې دا ډول سړي نه خوښوي چې هغوی په خپلو خبرو کې کنځل کوي.او کنځل داسې یو بد شی دی چې ستاسو د خبرو ټول ارزښت پرې له منځه ځي. که چېرې هر څومره منطقي خبره هم وکړئ خو چې کنځل پکې ووایئ نو خبره خپل ارزښت بایلي او په ځانکړې توګه که تاسې د کومې ښځې په مخ کې کنځل وکړئ نو هغوی به پر تاسو ډېر غوسه هم شي. هیله ده چې له ناوړه عادت څخه ځان وژغورئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.