The news is by your side.

چپ اوسه!

 

چپ اوسېدل په ډېریو وختونو کې تر خبرې کول غوره دی. دا اړینه نه ده چې مونږ دې په مجلس او د خلکو مخ کې تل خبرې وکړو.بلکې په دې باید ډېر کوښښ وشي چې د اړتیا نه پرته باید چپ اوسوو.

دا چې په کومو وختونو کې چپ اوسېدل تر خبرو کولو غوره کار ده نو دلته یې راسره ولولئ:

۱ـ چپ اوسه کله چې د یو څه په اړه نه پوهېږئ:

بالکل په داسې وخت کې چپ اوسېدل تر خبرو کولو غوره ده، ځکه که چېرې تاسې د یوه په اړه نه پوهېږئ نو هرو مرو به مو له خولې څخه داسې خبرې راووځي چې حقیقت نه لري ځکه چې تاسې د ده موضوع او شي په اړه نه پوهېږئ او په دې کار سره تاسې په مجلس کې خپل باور هم له لاسه ورکوئ. چې ستاسو شخصیت یې لوی تاوان ورسېږي.

۲ـ چپ اوسه کله چې ستاسې خبرې یو منفي پیغام لېږدوي:

د خبرو کولو څخه یو مقصد دا دی چې مونږ یو څوک خوشحاله کړو او یوه مثبته انرژی د چا په زړه کې پرې واچوو نو کله چې ستاسې خبرې د نورو په ذهن او زړه کې له ځانه سره یو منفي پیغام لېږدوي له دې غوره دی چې چپ اوسئ.

۳ـ چپ اوسه کله چې ستاسې خبرې د نورو د شرم لامل کېږي:

 که په ژوند کې تاسو سره یو څوک هر څومره بد هم وکړي او ستاسو زړه وځوروي خو دا د دې لامل نه کېږي چې تاسې د بدلې لپاره د هغه د شرمولو کوښښ وکړئ او که چېرې هر څومره په دې خبر وې چې ستاسې خبرې د یو چا د شرمولو لامل کېږي نو ترې لاس واخلئ.

هغه څوک چې عزت ورکوي او عزت له چانه اخلي هغه یوازې خدای(ج) ده.

۴ـ چپ اوسه کله چې ستاسو خبرې ملګرتیا له منځه وړي:

له هغو خبرو کولو ډډه وکړئ چې له امله یې د تاسې ملګرتیا ته د پای ټکی ږدي.دا په یاد ولرئ چې له خولې څخه وتلې خبرې بېرته مونږ نشو را اخیستی نو خبرو کولو ته مو پام وکړئ چې خدای مه کړه د چا د زړه د ماتولو سبب نه شي.

۵ـ چپ اوسه کله چې ته نه پوهېږې څه ووایې:

کله چې په دې ډاډه نه وې چې څه ووایې نو چپ اوسېدل غوره دي او همدا د خبرو کولو اداب هم دی چې ته کله په دې نه پوهېدې څه ووایې نو مه غږېږئ.

تل باید د خبرو کولو د ذهن ترمنځ مو اړیکه وي چې کله تاسې غواړئ یوه خبره ووایئ نو په دې خبره لومړی فکر وکړئ چې د دې خبرې څخه مو موخه څه ده؟ او دې خبرې به مو نور څه اخذ وکړي.

هغوی چې بې فکره خبرې کوي بالاخره د ده لامل کېږي چې هیڅوک یې خبرې کولو ته ارزښت ورنه کړي.د دې تر څنګ باید دې ته پام وکړئ چې خبرې مو په دېرې عاجزئ سره او په ادب سره اوسي. نه دا چې په خبرو کې مو د یو چا بې عزتي الفاظ وي او یا هم فحشې خبرې وي.

ستاسې خبرې د تاسې پېژندګلوي کوي چې تاسې څومره پوهه لرئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Normal
0

false
false
false

EN-US
X-NONE
AR-SA

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.