The news is by your side.

خلیلزاد له قمر باجوه څه غوښتي؟

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د نوي سفر په لړ کې دا ځل پاکستان ته تللی دی او د سولې په اړه یې د یادو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

خلیلزاد په د نورو لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید بجو سره هم کتلي او د سولې لپاره یې له هغه څخه همکاري غوښتې ده، ځکه هغه درک کړې چې پوځ تر بل هر چا پر طالبانو فشار زیاتولای شي.

 لکه څرنګه چې پاکستاني چارواکو وار وار پخپله دا خبره کړې ده، همداسې خلیلزاد هم د پوځ مشر ته ور یاده کړې چې د دوی له همکارۍ پرته سوله ناممکنه ده او باید په واقعي توګه خپل رول په دغه پروسه کې ولوبوي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې افغان حکومت تر بل هر څه د سولې پروسې د بریا لپاره د پاکستان ملتیا ته محتاج دی او که پاکستان وغواړي دغه پروسه پر طالبانو د فشار راوړلو له لارې په اسانه بریا ته رسولی شي.

هغه ټینګار کړی چې که نور هېڅ نه وي پاکستان خو دې د سولې پروسه چټکه کړي او یا حدااقل یوې داسې لارې ته دې برابره کړي، چې دواړه لوري دومره سره غوږونه وجنګوي چې دغه پروسه خو سر ونه خوري.

د پاکستان د پوځ مشر خلیلزاد ته بیا د سولې په برخه کې ژمنه تازه کړې او ویلي یې دي چې د سولې په برخه کې همکاري له افغانستان سره د دوی نیک نیت ښيي او ژمن دي چې دې برخه کې همکاري وکړي.

خلیلزاد داسې مهال پاکستاني چارواکو سره پر سوله غږېږي چې افغان چارواکو دا تېرو څو ورځو کې په پاکستان سخت ګوزارونه وکړل چې د سولې پروسه کې همکاري نه کوي او افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه نه ګوري.

خلیلزاد تر دې وړاندې کابل او دوحې ته سفرونه لرل او دلته یې د امریکا د سولې د راتلونکو پلانونو په اړه له افغان سیاسیونو او چارواکو سره لیده کاته لرلي دي او همدارنګه د امریکا د حکومت لخوا د سولې لپاره نوې جوړه شوې طرحه او ولسمشر غني ته یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک هم ورکړی دی.

خو د سولې لپاره د امریکا نوې طرحه د افغان چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوه او ویې ویل چې پردۍ طرحه سوله نشي راوستلی او باید د ولس د غوښتنو او هیلو مطابق حرکت وشي.

دا چې پاکستان به د سولې په برخه کې همکاري وکړي او که نه معلومه نه ده، خو دغه هېواد تل افغانستان سره دوه مخی چلند کړی دی، وايي یو څه او کوي بل څه. افغان چارواکي هسې د سولې لپاره د رښتینې همکارۍ تمه ترې کوي، پکار دا ده چې د سولې لپاره داخلي اجماع پیاوړې شي، تر څو په یوه غږ د داخلي او یا خارجي طرحې له مخې سوله راشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance