The news is by your side.

د بشري حقونو کمېسیون: د طالب او حکومت ساړه او تاوده کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو سره همماله د جګړې لپاره په تیاري بوخت دي او دغه کار د سولې مزل نور هم اوږدوي.

د یاد کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي سره له دې چې د جګړې دواړه لوري د سولې خبرې کوي، خو تر څنګ یې د خونړۍ جګړې لپاره هم په تیاریو بوخت دي.

هغې ویلي، د حکومت او طالبانو هم ساړه کېږي او هم تاوده، ځکه د جنګ لپاره چمتوالی دا معنا لري چې د سولې اراده نشته او د سولې خبرې بیا دا معنا ورکوي چې دواړه لوري له جګړې نور ستړي شوي دي.

هغې ټینګار کړی چې نور باید دواړه لوري انعطاف وښيي او پر یوې داسې هوکړې سره موافقه وکړي، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تر ښارونو پورې د رسېدلې جګړې لمن ټوله کړي.

د بشري حقونو خپلوا کمېسیون مشرې د هدفي وژنو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه لړۍ د سولې خبرو سره همماله د یوې مشخصې کړې لخوا پیل شوې، چې اصلي طراحان یې لا تر اوسه مالوم نه دي.

نوموړې وړاندې ویلي، داسې ګنګوسې دي چې ګواکي یو موقت اوربند به د امریکا په هڅو رامنځته کېږي او دواړو لوري به مجبورېږي، چې د یو وخت لپاره له جګړې لاس واخلي.

هغې ټینګار کړی چې موقت اوربند د افغانانو درد نه شي دوا کولی او په افغانستان کې یوه دایمي او بېړني اوربند ته اړتیا ده، تر څو د افغانانو د کلونو هیله پوره شي.

اکبر ویلي چې د روانې جګړې ټول مالي، ځاني او فرهنګي زیان عامو افغانانو ته اوړي نو ددې جدي اړتیا ده چې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې خبرې چټکې کړل شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون داسې مهال د سولې د پڅې پروسې او د روان جنګ په اړه اندېښنه ښيي چې د امریکا لخوا د سولې لپاره نوې جوړه شوې طرحه د ولسمشر غني او امرالله صالح له سخت غبرګونه سره مخ شوه او توند مخالفت یې وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.