The news is by your side.

طالبانو ولې د خپلو ځينو زندانيانو خلاصون رد کړ؟

خبريال وېبپاڼه- وسله والو طالبانو په يوه ليک کې د خپلو زندانیانو د خلاصون لپاره هغوي ته ځینې شرايط وړاندې کړي دي چې ددې شرايطو په منلو سره به طالبان خپل ځينې بنديان د افغان حکومت له زندانونو خلاصوي او هغوی چې دا شرايط ونه مني هغوی به په زندان کې پاتې کېږي.

په دې ليک کې هغه خطاګانو ته اشاره شوې ده چې کله طالب زندانیان یې وکړي نو طالبان به يې نوم د هغه لیست څخه وباسي کوم چې افغان حکومت ته ورکول کېږي ترڅو د لیست مطابق ددوی زندانیان ازاد شي.

په دې خطاګانو کې يوه هم‌ د ږیرې خريل دي، وسله والو طالبانو خپل زندانیان ګواښلي دي که چېرته دوی خپلې ږيرې وخريي نو طالب مشران يا هغه کسان چې د بنديانو د خلاصون د کميسون په سر کې دي، ددې کسانو نوم د خپل لیست څخه لرې کوي او دا کسان به په زندان کې پاتې کېږي.

دوهمه خطا هم بيا دا ښودل شوې ده چې که کوم زنداني نشه يې توکي وکاروي نو بيا به یې هم نوم په فوري ډول د بندیانو د خلاصون له لېست څخه بهر شي او دا ډول زنداني به همداسې په زندان کې پاتې شي ترڅو چې يې په کامل ډول خپل ناوړه اعتياد نه وي پرېښی.

طالبانو پخپل دې مکتوب کې ويلي دي چې ددوی ددې قانون په سبب ډېری کسان داسې چې ناوړه عادتونه یې درلودل په دې باندې بريالی شول چې نور دا عادتونه ترک کړي او اوس هم له زندان څخه آزاد شوي دي او هم شريف ژوند لري.

د طالبانو له مکتوب څخه ښکاري چې په زندانونو کې ددوی ډېری زندانيان په نشه يي توکو روږدي شوي دي، خو د پام وړ خبره داده چې دوی هڅه کوي دا کسان له دې نشې څخه لرې کړي.

په دې مکتوب کې بله د پام وړ خبره د طالبانو د ذهنيت اړوند ده، دا چې طالبان اوس هم په دې باور دي چې ږيره خريل ګناه ده او ځينې کسان بايد ددې سبب څخه بعضې امتيازات له لاسه ورکړي او حتی مجازات شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.