هدفي وژنې؛ ښځینه خبریالانې له هېواده د وتلو په هڅه کې دي

خبریال وېبپاڼه/ رسنیو د ملاتړ اداره یا نی بیا وايي، چې لسګونه ښځینه خبریالانې چې د امنیتي ګواښونو له کبله یې دندې پریښې دي، له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.

د یاد بنسټ مشر مجیب خلوتګر ویلي، له دندو په سر شوې ښځینه خبریالانې په دې هڅه کې دي چې په یوه فرصت له هېواده بهر ووځي، تر څو حد اقل ژوند خو یې تضمین شوی وي.

هغه ویلي، که دا وضعیت داوم وکړي، لیري نه ده چې د بیان ازادي، چې د حکومت د تېرو شلو کلونو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي، له سختو ګوزارونو سره مخ او وځپل شي.

بل خوا سره له دې چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه تر حده لوړ ده، په تېرو څو میاشتو کې لسګونه ښځینه خبریالانو د ناامنیو له کبله خپلې دندې پریښې دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه مني چې په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو ۲۰ فیصده ښځینه کار کوونکو، چې ۳۰۰ تنې کېږي خپلې دندې پرېښې دي.

یادې کمېټې د ښځینه خبریالانو د دندو د پرېښودو اساسي عوامل ناامني، هدفي وژنې، تهدیدونه او د رسنیو خراب اقتصادي وضعیت بولي او وايي چې حکومت د رسنیو د کارکوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په هېواد کې د هدفي وژنو سیستماتیکه لړۍ پيل شوې ده، چې تر ډېره پکې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په نښه کېږي.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې په ډزو شهیدانې کړل شوې، چې تر اوسه یې د عاملینو د نیولو او یا پېژندلو په اړه څه نوې خبره نشته.

که څه هم د دغه ډول پېښو مسوولیت وخت ناوخته داعش اخلي، خو تر اوسه دقیقه معلومه نه ده، چې دغه لړۍ چا پیل کړې، مګر تر دې وړاندې یو شمېر سیاسي رهبرانو او د حکومت منتقدینو ویلي چې دا کار د حکومت دننه د یوې ځانګړې کړۍ لخوا پیل شوی دی.

د رسنیو فعالان وايي، حکومت نه یوازې دا چې د خبریالانو پر وړاندې شته ګواښونه نه دي کم کړي، بلکې د قرباني شویو خبریالانو قاتلان یې هم نه دي په ګوته کړي، چې ښکاره د حکومت ضعف ښيي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More