The news is by your side.

عبدالسلام ضعیف په دوحه کې د پرمختګونو څخه خبر ورکړ

خبريال ویبپاڼه- د افغان سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد همدا اوس په دوحه کې دی او هڅه کوي د افغان سولې سفر نهايي کړي او د بين الافغاني خبرو په وړاندې موجود خنډونه له منځه يوسي او د افغانستان څخه امريکايي ځواکونو وتلو او د طالبانو له لوري په افغانستان کې د اوربند کولو ته موقع مساعده کړي‌.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزرات يوه وياند نن امریکايي رسنیو ته وویل چې خليلزاد به د يوې نسبتا اوږدې مودې لپاره په دوحه کې پاتې شي او هڅه به وکړي چې د سولې د خبرو د کاميابېدو لپاره د موجود چانس څخه استفاده وکړي او دا چانس بريا ته ورسوي.

تازه په دوحه کې د خبرو د حال څخه په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفير عبدالسلام ضعیف معلومات ورکړي دي او ويلي يې دي چې امريکا د افغانستان د کشالې نهايي کولو کې جدي ده او همدا اوس په دوحه کې د بين الافغاني خبرو په وړاندې د خنډونو د لرې کولو په سر بحث روان دی.

ضعيف وايي چې د پاتې بنديانو په خلاصولو، د تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو د اوربند يا د اورکم په هکله ځينې پرمختګونه رامنځته شوي دي او طالبان او خليلزاد هڅه کوي دا پرمختګونه نهايي کړي.

دا پخوانی طالب چارواکی وايی چې امريکا د افغانستان د مسلې په حل کولو کې جدي ده او پکار ده چې افغانان هم له دې موجود فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې د سولې د قايمولو لپاره ګټه واخلي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزرات يو وياند نېډ پرايس وايی چې امريکا د خپل وس مطابق په خپل ټول توان هڅه کوي چې دواړه لوري حمايت کړي او د سولې لپاره د سیمې او نړۍ ملاتړ او اجتماع رامنځته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.