The news is by your side.

نبيل د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته نېغ ځواب ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د امريکا د بهرنیو چارو د وزير ليک ته د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل هم غبرګون وښود او ددې ليک ادرس يې ناسم ځای وباله.

نبيل د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ته په خپل غبرګون کې وويل چې ښه به دا وي د امريکا متحده ايالات دې ته ورته ليک اصلي ادرس ته ولېږي، نبيل د خپلو خبرو په دوام کې ويلي دي چې د امريکا متحده ايالات بايد دا ډول يو ليک د پاکستان په واسطه طالبانو ته ورولېږي.

نبيل ويلي دي چې پکار ده طالبان دا ډول يو ليک ترلاسه کړي ځکه چې په افغانستان کې د جګړې په دوام طالبان تاکيد کوي او دوی باید ددغه تاکيد څخه را وګرځول شي.

په افغانستان کې وروسته له هغه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير ليک ته غبرګونونه په زياتېدو دي چې په دې ليک کې د هېواد مشر اشرف غني ته امرانه لهجه کارول شوې وه.

ولسمشر غني په غيرې مستقیم ډول دې ليک ته په اشارې سره وويل چې په هیڅوک نشي کولی په دوی باندې نشي کولی پردۍ طرحې ومني ده وويل چې دا ډول طرحې صرف خیال و خوب دی.

که څه هم ولسمشر غني دې طرحې په اشارې سره وويل چې نه يې مني خو په رسمي ډول يې په دې هکله تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، په دې ليک کې د زلمي خليلزاد له لوري د انتقالي حکومت د طرحې د منلو غوښتنه هم شوې وه.

نه هم افغان حکومت او نه هم طالبانو تراوسه ددې طرحې په هکله رسمي ډول کوم غبرګون ښودلی دی، دواړه لوري وايې چې په ارزونه يې بوخت دي، خو توپير دادي چې افغان حکومت وار له مخکې دا ښکاره کړې ده چې دا طرحه نه مني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.