The news is by your side.

طالبانو د احتمالي لويې جګړې لپاره خپل صفونه نوي کړل

خبريال وېبپاڼه- په داسې حال کې چې په دوحه کې امريکايان او طالبان په خبرو بوخت دي او هڅه کیږي دواړه لوري رامنځته شوي خنډونه لرې کړي طالبانو لا له وړاندې په دوهم انتخاب باندې هم سوچ کړی دی او تياری يې نيولی دی.

د یوه خپاره شوي جدول په بنسټ طالبانو په دې وروستيو کې د هېواد په ډېری برخو کې خپل مشران بدل کړي، په ليکو کې يې د جګړې د تيارۍ لپاره بدلونونه رامنځته کړي دي او د امريکا سره يې د احتمالي تازه جګړې تياری نيولی دی.

طالبانو تازه د مشرقي د حلقې مسول مولوي رحیم الله د ميدان وردګو لپاره د خپل والي په توګه ټاکلی دی، په وردګو کې د جګړې شدت همدا اوس ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دی.

ملا محمد زی اخند چې تر دې وړاندې د کندهار لپاره د طالبانو مسول والي و اوس طالبانو دی يو څه رامخته کړی دی او د غزني ولايت د والي په توګه یې ټاکلی دی.

طالبانو ددې ترڅنګ د کندهار، هرات، فراه او مرکزي سيمو لپاره پخپلو تشکيلاتو کې بدلون راوستی دی او د جګړې لپاره یې حساسو سيمو ته پام زيات کړی دی.

د امريکا حکومت همدا اوس هم د طالبانو سره پخپل کړې توافقنامه باندې سوچ کوي او ارزوي یې، د امريکا د بهرنيو چارو وزرات وړاندې ويلي و چې هر انتخاب ممکن دی وټاکل شي تراوسه پورې هیڅ نهايي شوي نه دي.

د بلې خوا بيا طالبان په وېره کې دي چې هسې نه د ډونالډ ټرمپ له حکومت څخه ترلاسه کړي هرڅه له لاسه ورکړي، له همدې کبله دوی وار له مخه د جګړې لپاره تياری پيل کړی دی او که چېرته امريکايان دا توافقنامه لغوه کړي يا خپل سرتېري په ټاکل شوی نېټه د افغانستان څخه ونه باسي نو دوی د يوې سختې جګړې خبر ورکوي.

د چارو شننونکي وايي چې د طالبانو له لوري د جګړې تياری په راتلونکو خبرو باندې ناوړه تاثيرات لري او ددې ډلې له منځ څخه بايد جګړه طلب عناصر دې ته متوجه شي که دوی جګړه سختوي نو ترلاسه شوي امتيازات او مشروعیت به له جدي خطر سره مخ کړي او په جګړه کې به هم سخت زيان وويني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.