The news is by your side.

پارکینسون څه ډول ناروغۍ ده؟

 پارکینسون یو ډول مغزي اختلال ناروغۍ ده چې ناروغ په لاره تګ ،عضلاتو او مغز کې خپله هماهنګي له لاسه ورکوي.

دلته به د دې ناروغۍ په لاملونو او درملنې باندې درسره بحث وشي.

د پارکینسون ناروغۍ لاملونه څه دي؟

عصبي حجرات د عضلي حرکاتو د کنټرول لپاره د ډوپامین تولید ته اړتیا لري. خو چې کله ډوپامین په مغز کې تولید نشي نو د انسان ماغزه خپل تعادل او هماهنګي له لاسه ورکوي چې د پارکینسون ناروغۍ منځته راځي.ځکه چې د انسان عصبي حجرات د ډوپامین پرته د دې وړتیا نه لري چې عصبي پیغامونه راولېږدوي.د همدې لپاره مو که پام شوی وي ناروغ په سمه توګه خبره نه شي اخذ کولی او عضلات خپله دنده نه شي ترسره کولی.

د دې ناروغۍ ناروغ لپاره تر هر څه بده خبره دا ده چې دا ناروغۍ کوم ځانګړی درمل نه لري او له بلې خوا ورځ تر بلې د ناروغ حالت نور هم خرابېږي.

په دې ناروغۍ اخته کسان په لومړیو کې په دې ناروغۍ نه پوهېږي ځکه کوم داسې خاص علایم ورته نه پېښېږي چې د مخې یې داسې فکر وکړي چې په پارکینسون ناروغي به اخته وي. او په لومړیو کې یوازې یو خفیفه لرزه  په پښه کې لري او یا پښه یې شخه پاتې کېږي. چې دا ډول ناروغانو ته د سټریس  ناروغۍ هم ژر پيدا کېږي.

ناروغان کله کله د همدې لرزې یا هم د پښو شخ والي له امله  خپله پښه د ځمکې په سر وغځوي.

د پارکینسون ناروغۍ باندې اخته خلکو کې دا لاندې حرکات او نښې رامنځته کېږي لکه: سترګک وهل،په لاره سم نه تلل،د ډوډۍ په سمه توګه نه خوړل،د عضلاتو دردونه،د یوه حرکت په کولو کې ستونزه لرل، په سختۍ سره د لاس پورته کول، خط لیکل،پیاله جیګول او داسې نور ډېر حرکات چې دا ناروغان یې په سمه توګه نشي ترسره کولی.

ناروغان کله چې حرکت پیلوي لرزه لمنځه لري. او دا لرزه په لاسونو، پخو، شونډو او ژبه کې لیدل کیږي. او د ستړیا ، هیجاني حالت او استرس په حالتونو کې لرزه بیا ډیریږي.

اوس به د پارکینسون ناروغۍ په درملنې بحث وکړو، چې کوم درمل باید واخیستل شي.

د پارکینسون درملنې لپاره کوم درمل څخه کار اخلو:

له بده مرغه د دې ناروغۍ هېڅ درملنه شتون نه لري یوازې دومره کېدای شي چې په ځينو درملو یې د علایمو کچه راکمه کړو.

د پارکینسون  ناروغي لپاره د ډوپامین درمل استعمالوو.چې څومره د ډوپامین کچه ډېروو هغومره د نوموړي ناروغۍ علایم راټيټوي. چې ډاکټر سره په مشوره باید استعمال شي.

هغه درمل چې د پارکینسون د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېيږي عبارت دی له: Levodopa چې په بېلابېلو دوزونو کې شتون لري. او په بازار کې د Madopar په نوم پیدا کیږي.

Tab. Levodopa 100mg + Carbidopa 10mg

 بل درمل دAnti Depressant  په نامه  دي او د دې ترڅنګ د درد ضد درملو څخه هم کټه اخیستی شو.

د یادونې وړ ده چې هر درمل د ډاکټر سره په مشوره باید واخیستل شي. او هر درمل یاید د ماشومانو له لاسونو لرې کېښودل شي.

لیکنه: مریم صدیقي

 

Normal
0

false
false
false

EN-US
X-NONE
AR-SA

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.