The news is by your side.

د طالبانو لخوا خوشي شوي بندیان ملکیان دي

خبریال وېب پاڼه/د کندهار ولایت امنیه قومنداني وایي چې د طالبانو لخوا خوشي شوي بندیان حکومتي سرتېري نه دي.

وروسته له هغه چې پرون یکشنبه د روانې اپریل میاشتې په ۱۲ مه نېټه حکومت د طالبانو دریمه جوپه بندیان خوشي کړل، طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په کندهار کې یې د حکومت ۲۰ بندیان خوشي کړي دي خو تازه د کندهار د امنیې قومندان جنرال تادین خان وایي چې یاد شوي کسان ملکي وګړي دي.

تر دې وړاندې کله چې د امریکا او طالب اورپکو تر منځ د سولې لومړنۍ توافق نامه لاسلیک شوه، طالبانو د زرو بندیانو د پوره کولو لپاره په مرکزي ولایت وردګو کې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي نیولي وو. کله چې ولس له طالبانو څرنګوالی پوښتلی ؤ، دوی ورته ویلي وو چې یو څه وخت وروسته به یې د طالب بندیانو سره تبادله کړو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د حکومت لخوا شاخوا ۳۶۵ طالب اورپکي خوشي شوي دي او تېره ورځ د دغې وسلوالې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهیل په یوه ټویټ کې ویلي وو چې دوی هم د حکومت ۲۰ بندیان په کندهار کې د سره صلیب کمېټې ته سپارلي دي. تېره ورځ د دغې کمېټې ولایتي دفتر هم د بندیانو د ورسپارلو پخلی وکړ.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د دغو بندیانو له تبادلې څخه هرکلی کړی ؤ او د جګړې پر دواړو لوریو یې غږ کړی ؤ چې خپلې هڅې دې نورې هم ګړندۍ کړي تر څو د سولې لپاره شته هیلې په یو فرصت بدلې شي او په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه شي.

نوموړی همداراز کرونا ته په اشارې ویلي وو چې دواړه لوري دې د شته ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره هم پر یو واحد دریځ کار وکړي. زلمی خلیلزاد وروسته له هغه خپل غبرګون وښود چې تېره ورځ طالبانو په لومړي ځل د ملي ځواکونو په نوم شل بندیان خوشي او سره صلیب ولایتي کمېټې ته تسلیم کړل.

تر دې د مخه هم ځینو حکومتي چارواکو ویلي وو چې له طالبانو سره په بند کې هېڅ دولتي سرتېري او بندیان نشته دي، کوم کسان چې دوی مخکې بندیان کړي وو یا د حکومت لخوا را خوشي شول او یا خپله طالب اورپکو صحرایي محکمه کړل.

د کندهار امنیه قومندان وایي چې په یادو شویو شلو کسانو کې یوازې یو یې په پولیسو کې دنده کړې خو هغه هم وړاندې تر دې چې طالبان یې بندي کړي، خپله دنده خوشي کړې وه.

د طالبانو دا ډول حرکتونو عام افغانان او ځینې سیاسون سخت اندېښمن کړي دي او وایي چې دوی د سولې لپاره ریښتیني نه دي او غواړي د پردیو په اشاره یو ځل بیا په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.