The news is by your side.

نیمروز کې سل بستریز روغتون پرانیستل شو

خبریال وېب پاڼه/ په نیمروز ولایت کې د کوید ۱۹ ناروغانو دبستر، قرنطین او درملنې په موخه سل بستریز روغتون پرانیستل شو.

نن د نیمروز والي سیدولي سلطان په داسې حال کې، چې د ولایتي شورا استازي نعمت الله صدیقي، دعامې روغتیا رئیس، ډاکټر عبدالشکور حیدري او نورو روغتیایي مسؤولینو یې ملتیا کوله، د کووید ۱۹ ناروغانو لپاره یې سل بستریز روغتون پرانیسته.

د یادې پرانیستې پرمهال نیمروز والي وویل، چې موږ اوس مهال شرایطو ته په کتو سره دوه سوه بستریزه روغتونونه د کرونا لرونکو ناروغانو د درملنې، قرنطین او ساتنې لپاره په واک کې لرو ،چې یو سل بستریز روغتون یې نن ورځ پرانېستل شو او د دویم سل بستریز روغتون چارې، چې د سیاه چشمان په سیمه کې موقیعیت لري، په چټکۍ سره روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

والي ډاډ څرګند کړ، چې موږ په ولایتي کچه پوره او غښتلي تدابیر نیولي او که خدای مه کړه اړتیا شوه، د نورو او نویو روغتونونو د جوړولو او د دوی لپاره د پرسونل او تجهیزاتو د برابرولو لپاره هم چمتووالی لرو.

والي د یاد روغتون د پرانیستنې ترڅنګ د کووید ۱۹ ناروغانو د درملنې په موخه د ګمارل شوي طبي پرسونل سره هم ولیدل، والي د دوی قربانۍ، زړورتیا او خدمتونه وستایل او په ضمن کې یې د روغتیایي مشورو او اصولو دمراعاتولو سپارښتنې ورته وکړې.

همداراز نن ورځ د ولایتي روغتون ترڅنګ د کرونا د مشکوکو ناروغانو د قرنطین په موخه یو بل شل بستریز روغتون هم د نیمروز والي له خوا پرانېستل شو، چې په یاد روغتون کې به د کرونا اړوند مشکوک ناروغان ساتل کېږي او یادونه وشوه، چې موږ په پوره چمتووالي سره د کرونا دخپرېدو دمخنیوي په برخه کې کار کوو.

بل خوا بیا د لغمان په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ او اطفايې له لوري مېکروب ضد درمل وشيندل شول.

د لغمان ولایت د رسنيو دفتر يوه خبرپاڼه کې ويلي؛ نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته دلغمان امنیه قوماندانۍ اطفایي پولیسو او ښاروالۍ له لوري د لغمان مرکز مهترلام ټول ښار په ميکروب ضد درملو دوا پاشي شوو.

د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د اطفایې منسوبینو د مهترلام ښار ټولې برخې د کرونا ویروس ضد دوا وپاشله.

د اطفایی پولیسو د لغمان ولایت امنیه قوماندان سمونوال منظور” ستانکزي“ په هدایت د نورو سیمه ایزو ادارو په همکارۍ دکرونا ویروس دوقایې او مخنیوي په موخه مهترلام ټول ښار کې ميکروب ضد درمل دوا پاشي کړه.

سرچينه زياتوي؛ دغه راز تر دې وړاندې هم د مهترلام ښار کې د کرونا ویروس د مخنیوي او وقایې په موخه دوا پاشي شوې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.