The news is by your side.

اتمر او ظریف په څه خبرې کړي؟

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې کړي.

محمد حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او محمد جواد ظریف د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې یو بل سره خبرې وکړې. دواړو لوریو کرونا سره د مبارزې، د ترانسپورتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د افغان سولې په برخه کې پر سیمه ییزې اجماع، د کرونا څخه زیانمنو کسانو ته د مرستې په موخه بشري اوربند او دا چې دواړه لوري به په یو مناسب وخت کې د یو بل مېلمانه شي، خبرې وکړې.

ظریف د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ. همداشان ظریف د کرونا ویروس څخه له زیانمنو افغانانو سره مرسته او په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په هکله د خپل هېواد د دولت د پریکړو او اقداماتو په هکله ښاغلي اتمر ته معلومات ورکړه او ویې ویل چې د ایران اسلامی جمهوريت به افغانانو سره د مرستې په برخه کې، د هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي.

همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغان سوداګرو د ویزې د تمدید او له چابهار څخه افغانستان ته د هند مرسته شويو غنمو د لېږد په برخه کې د آسانتیا برابرولو په هکله د ایران له لوري د یو هیئت د جوړېدو خبر ورکړ.

دواړو لوریو ټینګار وکړ چې له کرونا سره د مبارزې او ټولو افغانانو ته د روغتیایي خدماتو رسولو په موخه بشري اوربند ضروري دی.

په همدې اساس دواړه لوریو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د بشري اوربند او د افغانستان د په چوکات کې د سولې پروسې د بریالیتوب او سیمه اییزې اجماع را منځ ته کولو لپاره په سیمه کې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې پیل کړي.

همدارنګه ښاغلي اتمر افغان سوداګر او کډوالو سره د ایران دولت د مرستو څخه مننه وکړه او د کرونا څخه زیانمن افغان کډوالو ته د روغتیایي خدماتو په برخه کې د ایران د جمهور رییس د حکم څخه ځانګړۍ مننه وکړه.

په ورته وخت کې ښاغلي اتمر د افغان سوداګرو د ویزې تمدیدولو په هکله د مننې تر څنګ، وړاندیز وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان پولې سره نږدې ایران سره دې د ریل تم ځای جوړېدل تر غور لاندې ونیول شي.

دا وړاندیر په اصولو کې ومنل شو او پریکړه وشوه ترڅو د دواړو دولتونو له لوري هیئت وټاکل شي او د دغې طرحې د عملي کېدو لپاره خبرې پیل کړي.

په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر بېلابېلو لارو چارو خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه ترڅو د روانې سیاسي شخړې د حل لپاره هڅې مثبتې پایلې ته ورسیږي او افغان هیئت د یو ټول ګډونه اسلامی جمهوری حکومت په ملاتړ په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance