The news is by your side.

سیاسیون : امریکا کې افغان سفارت دانګلیسي کورس دی

خبریال ویب پاڼهد افغانستان د ګڼو وګړو سره هم مهاله اوس سیاسیونو هم دا غږ اوچت کړ چې په امریکا کې افغان سفارت د انګلیسي په کورس اوښتی دی .

 د سفارت د مرستیال او مستشارانو په ګډون ګڼ ډیپلوماټان چې د صلاح الدین رباني د کورنۍ او ګوند غړي دي یوازې د امتیازاتو اخیستلو انګلېسي د زده کولو په موخه هلته مقرر شویدي

تازه د افغانستان په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید او پخوانی ډیپلوماټ ډاکټر فرامز تمنا ویلي  چې افغانستان د نږدې دوولسیزو په تېرېدو هم نه دی توانېدلی چې له امریکا سره پیاوړې اړیکې جوړي کړي.

نوموړي دا خبرې په یوه ټویټ کې کړېدي. دده په خبره پکار ده چې بهرنۍ پالیسي ته له سره کتنه وشي او په واشنګټن کې افغان سفارت په بنسټیز ډول اصلاح شي.

ښاغليتمنا په ټینکار ویلي چې د افغانستان دغه سفارت دې د انګلیسي د کورس پر ځای په یوه ډیپلوماټیکه استازولي بدل شي.

که څه هم د امنیت د شورا د اوسني ریس حمد الله محب د سفارت پر مهال د امریکا او افغانستان اړیکي ډېري نېژدې او دافغانستان په ګټه بلل کېدې ؛ خو د اوسنۍ سفیري اغلې رویا رحماني په راتګ ددغه سفارت بڼه بیلکول بدله شوه .

د سفارت یوه کارکونکيد نوم نه ښودلو په شرط خبریال ویب پاڼې ته وویل چې د ښاغليتمنا خبره تر ډېره پر ځای ده ؛ دغه دیپلومات واييچې دلته هر څه سلیقوي دي او د قانون څخه بیا بیا سرغړونه شوې ده

سرچینه زیاتوي چې یاد ډیپلوماټان په ورځني ډول د خپلور رسمي کارونو پر ځای د انګلېسي په کورسونو کې وخت تېروي.

خبریال ډاټ کام د یاد سفارت په چارو کې د بې کفایتۍ، فساد او غیري قانوني کړنو په هکله په وروستیو کې ځیني راپورونه خپارل کړل چې پکې د سفیرې د فساد او کارکوونکو سره د ناسم چلند موارد راغلي دي.

د هم دغو راپورونو پر بنسټاوس دادی سیاسيکړیو هم په امریکا کې د سفارت پر بې کفایتیو ګوته اوچته کړه .

په امریکا کې د افغانستان سفارت یو د هیواد له مهمو سفارتونو څخه دی او په کار دي چې ددې سفارت هر کارکونکی او دیپلومات د وړتیاوو پر بنیاد وګومارل شي نه د سیاسياو کورنیو خپلویو .

په امریکا کې پر افغان سفیري تېر کال د یوه امریکا يي له لوريعریضه شوې وه او اټکل دا کېده چې د اشرف غني د حکومت له لوري به دا سفیره د هم دغه فساد په تور لیري شي ؛ خو لا تر اوسه هم نوموړې هلته سفارت کوي .

کار پوهان وايي چې په دې مهم سفارت کې که چېرته وړ او دافغانستان د ګټو پالونکی سفیر او دیپلو ماټان ونه ګومارل شي ؛ ښايي دافغانستان او امریکا اړیکي لا نوري  خرابي او کړکېچني شي .

امریکا کې د افغانستان د یوه لوی خدمتکار د بې حرمتۍ اقدام 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.