The news is by your side.

خلیلزاد له ملا برادر سره د هوکړې پر تطبیق خبرې وکړې

خبریال وېب پاڼه/په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې چې خلیزاد د ملا برادر په مشرۍ د دوی له پلاوي سره کتلي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالب اورپکو له مرستیال سره د سولې شوې هوکړې پر تطبیق غږېدلی دی. دوی په دغه لیده کې د بندیانو پر خلاصون او د شوې هوکړې پر بشړ تطبیقولو باندې هر اړخیزې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان اعلان وکړ چې د دغې اورپکې ډلې لخوا خوشي شوي بندیان دولتي سرتېري نه دي. په دوی کې یو زلمکی چې تازه ځوان ښکاري، هم لیدل کېږي. طالبانو یاد شوي کسان نیولي او بیا یې د دولتي عسکرو په نوم را خوشي کړي تر څو نړیوالو ته وښیي چې دوی هم د حکومت بندیان خوشي کړل.

په ورته وخت کې عام افغانان او یو شمېر افغانان اندېښمن دي چې طالبانو په دا ډول فرېبکارانه دریځ باندې د سولې بهیر زیانمنوي او د سولې ته د هېوادوالو شته هیلې د یو بل جنګ په معنا تعبیروي.

تېره میاشت د امریکا او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې لومړنۍ هوکړه وشوه چې په ځلورو مادو باندې را څرخېدله. په هغې کې طالبانو یوه وسلواله ډله ښودل شوې وه او له حکومت سره د مختمخ خبرو لپاره پکې د دوی د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کول ښودل شوي وو. په بدل کې یې د طالبانو لخوا هم د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشي کولو خبره راغلې وه.

تر دې وړاندې طالبانو په مرکزي ولایت وردګو کې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي نیولي وو. کله چې ولس له طالبانو څرنګوالی پوښتلی ؤ، دوی ورته ویلي وو چې یو څه وخت وروسته به یې د طالب بندیانو سره تبادله کړو.

حکومت د طالبانو شاوخوا ۳۶۰ بندیان خوشي کړي دي. دغې وسلوالې ډلې په لومړیو کې که څه هم د حکومت لخوا د خوشي شویو بندیانو سره مخالفت څرګند کړ، خو وړمه ورځ یې د حکومتي بندیانو په نوم د شل کسیزو بندیانو په خوشي کولو سره له دغې پروستې غیر مستقیم هرکلی وکړ.

زلمي خلیلزاد هم د دغو بندیانو له تبادلې څخه هرکلی کړی ؤ او د جګړې پر دواړو لوریو یې غږ کړی ؤ چې خپلې هڅې دې نورې هم ګړندۍ کړي تر څو د سولې لپاره شته هیلې په یو فرصت بدلې شي او په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه شي.

د طالبانو ویاند زیاتوي چې له خلیلزاد او ملا برادر سره په لیدنه کې د په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم ګډون درلود. ویل کېږي د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني هم د دغې ناستې برخوال وو.

په دې کتنه کې د بندیانو له خوشي کولو سربېره د هوکړې پر منظم تطبیق او نه سرغړونه باندې خبرې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.