The news is by your side.

ادهانوم: یوازې واکسین کرونا مهارولی شي

خبریال وېب پاڼه/د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم وایي چې یوازې واکسین کولی شي د کرونا ګیلم ور ټول کړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې یوازې واکسین کولی شي د دغې وبا په مخنیوي او د خپرېدو په مخنیوي کې ګټور تمام شي. ښاغلی ادهانوم زیاتوي چې په نړیواله کچه د هېوادونو تر منځ په تګ راتګ بندیز نا شونی دی او په خبره یې اوس وخت کې یوازې واکسین دې چې کرونا له منځه یوسي.

د تازه معلوماتو له مخې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر کابو ۱۲۰ زرو ته رسېږي او په دغه ویروس د ککړو کسانو شمېر بیا څه کم دوه ملیونه ته لوړ شوی دی. امریکا د قربانیانو په لومړي کتار کې ده چې تر اوسه یې تر ۲۳۶۰۰ زیات کسان د کرونا له امله وژل شوي دي او مثبتې پېښې یې ۶ لکو ته نیږدې دي.

ایټالیا له امریکا وروسته د وژل شویو کسانو په نوملړ کې دویم هېواد دی چې تر ۲۰ زرو زیات وکړي یې د کرونا وبا ښکار شوي دي. اسپانیا کې هم د وژل شویو کسانو شمېر څه کم ۱۸ زره ته رسېږي خو د مثبتو پېښو په کتار کې بیا تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان یې په کرونا وبا اخته دي.

دېخوا ته په آسیا کې بیا له چین او ایران وروسته ترکیه د دغې مرګونې وبا له امله د زیاتو قربانیو شاهد ده. په دغه هېواد کې تر زرو زیات کسان د کرونا له امله وژل شوي دي او تر ۶۰ زرو زیات پرې اخته دي.

هند، پاکستان او هخوا منځنی ختیځ هم د کرونا له هستر ګواښ سره مخ دی. سعودي عربستان هم اعلان کړی چې د سږ کال تراویح به په کورونو کې کېږي. سعودي وار ه مخې په دغه هېواد کې ټول جوماتونه او مقدس ځایونه د خلکو پر مخ تړلي دي. کعبه شریفه کې هم د عمرې او زیارت کولو ټولې چارې تر نا معلومې مودې پورې ځنډول شوې دي.

په افغانستان کې د کرونا ټولې مثبې پېښې تر ۶۶۵ پورې رسېدلې او د مړو شمېر ۲۱ کسانو ته لوړ شوی دی. له دغې ناروغۍ څخه شاوخوا ۴۰ کسان بېرته جوړ شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټولو هېوادونو غږ کوي چې خپلو محدودیتونو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې له څه مودې را هیسې په یو شمېر مشهورو او مهمو طبي لابراتوارو او څېړنکو بسټونو کې د کرونا پر واکسین جوړولو باندې کار روان دی خو تر دې دمه کوم هېواد یا بنسټ توانېدلی نه دی چې واکسین جوړ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.