The news is by your side.

تېر کال ماین چاودنو ۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار په ګډون په یو شمېر سویلي ولایتونو کې د وسله والو له لورې د اېښودل شویو ماینونو کچه لوړه شوې ده.

په سویلې حوزه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه اییز دفتر وايي تېر کال د وسله والو طالبانو د اېښودل شویو ماینونو له امله ۲۳۳ کسان وژل شوي او ۲۳۶ کسان نور ټپیان شوي دي.

یاده شمېره د وړم کال په پرتله لوړه کچه ښايي د هلمند اوسیدونکي د طالبانو او حکومت څخه غواړي چې نور دې سولې ته مخ کړي.

خو د دغه ماینونه زیات شمېر يې په کندهار او زابل کې دي، د یاد ولایتونو امنیتي چارواکي وايي، چې د اېښودل شویو ماینونو چاودنې له امله د سرتېرو مرګ ژوبلې ترڅنګ ملکي وګړو ته هم زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل امنیه قومندان ذبیح الله وايي چې د دښمن د دغو اېښودل شویو ماینونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده امنیه قومندان وايي طالبانو ته بله لار پاتې نه ده پرته له ماینونو اېښودلو نه، نوموړی وايي چې طالبانو د زابل په ټولو ولسوالیو کې ماته خوړلې ده.

په افغانستان کې په جګړو د پوځ او پولیسو په زرګونو سرتیري مړه او ټپیان شوي دي، خو افغان حکومت په جګړه کې د تلفاتو شمېر د خلکو د خبرتیا لپاره نه خپروي.

د ملګرو ملتونو د شمېرنو پر اساس وړم کال ماینونو او ناچاودو توکو په افغانستان کې شپږ سوه کسان وژلي، له سلو زیات یې یوازې په هلمند کې د ماینونو قرباني شوي دي.

ملګرو ملتونو تېرو کلونو کې ملکي افغانانو د وژنې کچه تر تولو لوړه او د اندېښنی وړ ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وړاندیز کوي چې په جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې باید د ملکي کسانو د ژوند د خوندیتوب لپاره پیاوړې هڅې وکړي.

ماینونه او چاودیدونکي توکي اکثره په ګڼ مېشتو سیمو کی کرل کیږی له همدې امله یې تلفات هم زیات وي.

د پسرلي په رارسېدو سره هم حکومت او هم طالبان خپل بریدونه زیاتوی او د پسرلنیو بریدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر په مخامخ جګړو کې او په هوایي بریدونو کی وژل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.