The news is by your side.

له هوکړې وروسته د طالبانو بریدونو زور اخیستی

خبریال وېب پاڼه/ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د هوکړې له لاسلیک وروسته، د وسله والو ډلو بریدونو له امله ٢٠٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د زندانیانو خوشې کولو بهیر کې د شفافیت او د جګړې قربانیانو د حقونو په پام کې نیولو غوښتونکی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې اصلي قربانیانو حقوقو ته پام نه کېدو څخه اندېښنه لري او زیاتوي چې د زندانیانو خوشې کېدل باید پر روڼتیا سره ترسره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې د طالب زندانیانو خوشې کېدو په اړه ټولې قانونې برخې په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم دواړو لوریو کم شمېر زندانیان خوشې کړي دي خو طالبانو ډلې ته نږدې سرچینې بیا وايي چې خوشې کېدل د دوحې هوکړې په بنسټ نه دي او ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو پيلېدل هم شونی کار نه دی.

خو د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د دوی د څېړنو له مخې د یادې هوکړې تر لاسلیک وروسته یو شمېر ملکي وګړي، دولتي مامورین، قومي مشران، دیني عالمان، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یا هم برمته شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون وايي چې په دغه موده کې ۳۵ تنه ملکي وګړي برمته شوي هم دي چې تر اوسه یې برخلیک څرګند نه دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یادو پېښو ۵۰ سلنه عامل طالبان او پاتې نورو عامل یې داعش او ناڅرګند افراد بللي دي.

یاد کمېسیون د ملکي خلکو وژل او برمته کول جنګي جنایت بللی او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه یې غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدمات وکړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوژد فیصل روانه اوونۍ وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو لخوا ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د افغانستان حکومت ٣٦١ طالب زندانیان خوشې کړي دي.

طالبان بیا وايي چې د حکومت له لوري د زندانیانو خوشې کېدل د دې ډلې د نوملړ په بنسټ باندې نه دي ترسره شوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.