The news is by your side.

د لنډ مهاله حکومت اړوند کرزي خپل طرف انتخاب کړ

خبريال ویبپاڼه- وروسته له هغه چې افغان حکومت او طالبانو ته د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د یوه انتقالي حکومت د جوړلو طرحه وړاندې شوه په هېواد کې دننه او بیرون ګڼو سياستوالو خپل غبرګونونه وښودل.

تازه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ددې طرحې اړوند خپل نظر بيان کړی دی او دغه طرحه یې د سولې د خبرو لپاره مفيده بللې ده، کرزي پخپلو خبرو کې ويلي دي چې دا طرحه کولي شي د بين الافغاني خبرو په چټکوالي او بريا کې مرسته وکړي.

کرزي په خپلو خبرو کې ويلي دي چې په اوس وخت کې د افغانستان دننه خلک نه دې مسله کې بېړه لري چې زر تر زره يې دې په هېواد کې سوله راشي، ځکه کلونه کېږي چې ددې هېواد خلک له جګړې کړېږي.

کرزی د خپلو خبرو په دوام کې وایی چې دا طرحه کولي شي چې بين الافغاني خبرې چټکې کړي او بلاخره دا خبرې يوې پايلې ته ورسېږي چې په اخر کې ټاکنو ته لاره هواره شي او د افغانستان کشاله په سوله يز ډول حل سي.

د امريکا له لوري افغان حکومت او طالبانو ته په ورکړل شوې طرحه کې د يو موقت او لنډ مهالي حکومت وړانديز شوی و چې په اساس به يې دا حکومت بيا ټاکنې ترسره کوي او يو ټاکل شوی او منتخب حکومت به بيا د افغانستان چارې په لاس کې اخلي.

په افغانستان کې د ولسمشر غني ډلې دې طرحې ته غاړه کېنښوده، غني دا طرحه صرف د کاغذ پرمخ ليکل شوی يو خیال ياد کړ او مرستيال يې امرالله صالح بيا وويل چې که د طالبانو او پاکستان په مرمیو يې سينه غار غار هم شي دا طرحه به ونه مني.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل بيا ددې طرحې اړوند وویل چې په اصل کې ددې طرحې آدرس غلط شوی دی دا ډول يوه طرحه باید د امريکا حکومت د پاکستان په لاس طالبانو ته ورکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه ودروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.