The news is by your side.

د ټولکټو وزير : ښځي په لوړو بستونه ګمارو

خبريال ويب پاڼه/ د ټولګټو وزارت وزير نجيب الله يمن د ښځو د نړيوالي ورځ په مناسبت په يوه جوړه شوي غونډه کې وويل چې پلان لري ښځي په لوړو بستو وګماري.

ښاغلي يمين د ښځو د نړيوالي ورځ په مناسبت چې د ټولګټو وزارت په نوښت ددې وزارت په تالار کې جوړه شوي وه وويل: چې  وزارت ته د راتګ له پيله يې داسي پلان درلود چې په وزارت کې بايد په لوړو بستونو ښځي وګماري آن د تر معنيت تر کچه پورې .

ښاغلي يمين زياته کړه چې د مالي او ادري معنيت لپاره يې يوه هم ميرمن کانديده کړي وه خو ولي هغه ميرمين تر ده مخکې د بل وزارت د معينت پر بست وټاکل شوه.

د ټولګټو وزارت وزير نجيب الله يمن افغان ميرمنو ته زيری ورکړ چې دی پلان لري افغان ميرمنيو ته  د کار زمينه برابره کړي.
هغه زياته کړه چې ميرمني به په وزارت او ولاياتو کې په لوړو بستونو وګماري.

ښاغلي يمين په خپلو خبرو کې وويل چې د ښځو لپاره يې سر له اوسه د مطبوعاتو رياست، د خدماتو رياتو او ځينې نور رياستونه په پام کې نيولي دي.

بايد وويل شي چې د ټولګټو وزارت له خوا د اتم د مارچ يا د ښځو د ملاتړ او يوالي د نړيوالي ورځي په مناسبت غونډه چې پکې ګڼو وزيرانو د ولسي جرګي او مشرانو جرګي ګڼو استازو ګډون کړی وو د ټولګټو وزارت په نوښت نن جوړه او ولمانځل شوه

هيره دي نه وي چې د ښځو چارو سرپرستي وزيري حسنې صافۍ افغان ميرمني وهڅولي چې د خپلو حقه حقوقو لپاره مبارزه وکړي او هغوی ته يې وعده ورکړه چې دا به يې په هر ډګر کې له حقوقو دفاع کوي.

اغلۍ صافۍ زياته کړه چې په دې ورستو کې يې په پلان کې ده چې له ټولګټو وزارت سره د ښځو د ګمارنې په برخه کې ځينې تړونونه رامنځته کړي.

بايد وويل شي چې د اقتصاد وزير او معارف سرپرستي رګينه حمدي حيدري هم په خپلو خبرو کې افغان ميرمنې وستايلي چې په ډيرو سختو شرايطو کې کار کوي.

اغلي رنګينې زياته کړه چې د روان بحران تر ټولو زيات زيان ښځو ګاللی دی.
د هغې په خبره چې په روانه جګړه کې ښځه کونډه، ښځه بې زويه ، او ښځه بې وروره شوي چې تر ټول زيات غم او بوج يې په افغان ميرمنو دی.

د ويلو وړ ده چې( اتم د مارچ) په ټوله نړۍ کې د ښځو.د ملاتړ يوالې د ورځي په مناسبت لمانځل کيږي. چې له هغې افغانستان هم دی چې دغه ورځ پکې بيلابيل ډول مراسمو لمانځل کيږي.

خو هيره دې نه وي چې افغانستان اوس هم يو له هغو هيوادنو څخه دی چې ښځې پکې ناوړه حالت سره مخ دي.
اوس هم د افغانستان په ډيريو سميو کې افغان ميرمنې له خپلو لومړنيو حقونو څخه بې برخي دي.
چې له هغو ډلې زدکړه او روغتيا ته نه لاس رسی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.