The news is by your side.

د ګامېښو قاچاقبر ولې پوليس بدناموي؟

خبريال وېبپاڼه- په دې وروستيو کې د پاکستان څخه افغانستان ته صادرات خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي دي، دې هېواد چې يو وخت کې يې افغانستان ته په ميلياردونو ډالر صادارت درلودل اوس يې د افغانستان بازار له لاسه ورکړي دی او په دې بازار کې اوس د ايران راج چلېږي.

په داسې حال کې چې د پاکستان څخه د صادراتو کچه راټيټه شوې ده خو دبلې خوا بيا ددې هېواد څخه خپل ځینې کسان د افغان چارواکو په مرسته افغانستان ته په غيرې قانوني ډول، د قاچاق په شکل ګامېښې رالېږدوي او دلته یې بيا پلوري.

د کندهار زابل په لويه لاره بيا پوليس شکایت کوي چې د زابل ولايت څخه ځینې لوړ پوړي چارواکي په دې قاچاق کې لاس لري او افغانستان ته بدون له دې چې له ګمرک څخه تېر شي په غیرې قانوني ډول دا څاروي راصادروي.

په دې وروستيو کې چې د زابل ولايت پوليسو ددې کړنې د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړې ورسره په دې ولايت کې ځینې لوړو چارواکو د پوليسو په بدنامۍ پسې راواخيسته او ددوی په وړاندې يې ناوړه تبليغات پيل کړل.

له دې قاچاقبرانو څخه يو هم د زابل د ولایتي شورا غړی مرتضا ناصر دی، نوموړی چې په دې قاچاق کې پراخ لاس لري د زابل ولايت د پوليسو په وړاندې دسيسې جوړوي او ددوی په حق کې ناسم تبليغات کوي.

تراوسه پورې پوليسو څو ځل ددې قاچاقبر د غيرې قانوني صاداراتو چې ټول يې ګامېښ دي د مخنیوي هڅه کړې ده او په ځينو کې بريالي شوي هم دي خو وروسته بيا همدا پوليس د مرتضا ناصر لخوا د ستونزو سره مخ کېږي.

تراوسه پورې په کابل کې مرکزي حکومت دې مسلې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance