د نورو پام څنګه ځانته کړو؟
که چېرې تاسې غواړئ د یو چا په نظر کې ښه ښکاره شئ او یا هم کله چې تاسې له چا سره مينه لرئ او د دې توقع ولرئ چې هغه هم تاسې سره مينه وکړي نو دلته لاندې ځینې لارښوونې ذکر شوي چې د دې په مرسته تاسې د نورو پام ځانته کړئ او یا هم هغه کس چې غواړئ درسره وکړي په زړه کې یې ستاسو لپاره احساس پیدا شي:
۱ـ له هغه کس سره چې خوښ مو دی کوښښ وکړئ چې ډېرې خبرې وکړئ، چې نوې، دقېقې او جالبې وي چې هغه بايد ستومانه نشي نو داسې خبرې کولو څخه مو موخه دا وي چې یاد کس زمونږ په څنګ کې زمونږ له خبرو خوند واخلي او د خوشحالۍ احساس وکړي. دا مه هېروئ چې دا خبرې بايد دومره پياوړې وي چې د یاد کس توجه پرې جلب کړای شئ.
۲ـ د نوموړي کس د شخصيت په اړه ځان پوی کړئ او د هغه د ژوند له ذوق، خوښو او نا خوښو څيزونو ځان خبر کړئ… په همدې ډول معلومات له تاسې سره دا مرسته کوي چې په ځان د هغه لپاره کې کوم بدلونونه راولئ تر څو په نوموړي کس اغېزه واچوئ او پام يې ځانته جلب کړئ.
۳ـ دا خبره هم تل په ياد وساتئ چې ممکن تاسې له يو چا څخه د دې هيله ولرئ چې تاسې سره ملګرتيا وکړي او مينه درکړي او په صميميت درسره وچليږي، خو نوموړی کس هېڅ کله دې کار ته مه اړ کوئ. ځکه په مینه او ملګرتیا کې له زرو څخه کار نه اخیستل کېږي بلکه نرموالی مو ده چې په بل باندې اغېزه کوي.
۴ـ يو غمجن، خپه او ستومان کس د هېچا پام نشي جذبولی نو په کار ده چې ژوندی، فعال او خوشاله کس و اوسېږئ تر څو د ژوند په هره اړیکه کې تاسې سره خلک مینه وکړي.
۵ـ په اړیکه کې صميميت او خوږوالی د هر چا په زړه او عواطفو خپله اغېزه اچوي او ستاسې خوا ته يې تمايل زياتيږي، د خبرو کولو په وخت مو تل ورین تندی ونیسئ او په شونډو مسکا ولرئ.
۶ـ ډېر په نرمه خبرې وکړئ او د نوموړي کس خبرو ته ښه په غور سره غوږ و نيسئ. ځکه دا د دې لامل کېږي چې یاد کس ته تاسې د ارزښت احساس ورکړئ.
۷ـ کله مو چې چې په ژوند کې له یو چاسره مینه درلوده او يو کس په ټوله مانا یې مو وپېژاند نو خپل احساسات ورته ووایئ خو یو څه مه هېروئ په داسې کس چې باور نه پرې لرې خپل رازونه مه ورته وایئ او که هر څومره په تاسو ګران هم وه خو که چېرې باور مو په نه درلود خپل احساسات ورته مه ښیئ ځکه باور د یوې اړیکې جوړونکی ده او تر حد زیات خوش باوره کېږئ هم مه چې په احساساتو کې مو دومره غرق شئ چې د یو نفر منفي کارونه مو په سترګو کې درته ښه ښکاره شي. کوښښ وکړئ ژوند کې د هر څه لپاره یو حد ولرئ نو بیا به هېڅ کله له حده ډېر مات نشئ.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.