د مسکو غونډه کې د افغان پلاوي ګډون
خبریال ویبپاڼه/ افغان دولت منلې چې د مسکو جوړیدونکي کنفرانس ته پلاوی لیږي او په دې کنفرانس کې به ګډون کوي د راپورونو له مخې تراوسه مالومه نه ده چې دې کنفرانس ته به څوک ځي.
د افغان سولې پروسې چټک والي او پرمختګ لپاره د داسې کنفرانسونو جوړولو ادعاوي سوې او یو شمېر هېوادونو کې به څو اړخیزه کنفرانسونه جوړیږي ترڅو د افغان سولې لپاره کار وکړي.
افغان دولت په خپل تازه دریځ کې روښانه کړې چې د مسکو جوړیدونکي غونډې ته يې پلاوی ځي او دوه ورځو کې به دا پلاوی هم مالوم کړي ترڅو د مسکو په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د روانې میاشتي پر ۱۸ نېټه د افغان سولې په هکله لوی کنفرانس جوړیږي چې د افغان سولې پروسې چټک والي، اوربند او خبرو د پرمختګ لپاره به پکښي بحثونه وسي.
روسیې افغان دولت ته وړاندیز کړی چې څلور حکومتي او شاوخوا شپږ سیاسي مشران په دې کنفرانس کې کولای سي ګډون وکړي همدارنګه هغوی پنځه طالبانو ته هم بلنه ورکړې چې کنفرانس ته ورسي
ترویکا، یا هغه میکانیزم چچې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان له لوري رامنځ ته سوی دا کنفرانس یې په چوکاټ کې جوړیږي
تراوسه پوري د دې کنفرانس په طالبانو څه نه دي ویلي چې ګډون به وکړي کنه خو په ترکیې د جوړیدونکي کنفرانس په هکله طالبانو ویلي چې پکښي ګډون کوي.
داکنفرانسونه څومره مهم دي؟
داسې ښکاري چې سیمه ییز، او د جګړې ښکېل هېوادونه نور د افغان معضلې د حل په موخه جدي اقدامات کوي او د یوه نوي پیل په هڅه کې دي هغوی د دوحې ناستې ته په کتلو سره د افغان سولې لپاره هیڅ هم نکړل تر لاسه اوس پر دې کنفرانسونو تکیه کوي ترڅو د پرمختګ او همغږي لپاره دا کنفرانسونه را وبولي ترڅو په لږ وخت کې ډیر څه ترلاسه کړل سي، د دې کنفرانسونو په جوړښت چې نړیوال مهم زدخله هېوادونو به هم وي د افغان جګړې دواړه لوري خپل اړتیا او غوښتنې له نړیواله سټېجه بیان کړي ترڅو ورته ښه لاس رسی وسي.
د روسیې هېواد له کنفرانس وروسته د روانې مارچ میاشتي په ۲۷ نېټه یو بل کنفرانس هم جوړیږي چې طالبانو لا له وړاندې په دې کنفرانس کې د ګډون خبره کړې
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.