The news is by your side.

پاکستان: طالبانو مو ۴۰ کلن مېلمانه دي، خو فشار نه پرې راوړو

خبریال وېپپاڼه/ پاکستان وايي، چې ۴۰ کاله یې د طالبانو مېلمه پالنه کړې، خو دومره نفوذ پرې نه لري چې فشار پرې راوړي او جګړه پرې ودروي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، که څه هم افغان حکومت په دې وروستیو کې وار وار ټینګار کړی چې پاکستان دې په طالبانو فشار راوړي، خو په خبره یې، طالبان اوس د دغه هېواد له واکه وتلي او نه شي کولای چې په زوره خبره پرې ومني.

د هغه په وینا، پاکستان د افغان سولې په برخه کې د تل په څېر رښتینی دی او تر خپله وسه به هڅه وکړي چې د سیاسي حل لارو په مرسته خپل رول ثابت کړي.

کابل کې د پاکستان سفیر دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې هرکلی وکړ او د جګړې د پای لپاره یې د یادې طرحې تطبیق لازمه لار وبلله.

هغه زیاته کړې، چې هېواد یې د افغان سولې لپاره د امریکا له طرحې او په ترکیه کې د د بُن په څېر د کنفرانس او روسیه کې دسولې په اړه د جوړېدونکې غونډې هرکلی کوي او په پوره لېوالتیا به پکې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې، امریکا ملامته نه ده، ځکه خو یې دغه طرحه په لنډه موده کې د تطبیق په خاطر جوړه کړې او موخه یې د سیاسي حل لارو او خبرو اترو پرمختګ دی، تر څو د افغان سولې او جګړې کیسه نوره پای ته ورسېږي.

نوموړي د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د جګړې د ښکېلو کورنیو اړخونو ونډه ټاکونکې او مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې افغان جګړه څو اړخونه لري او باید ټول پکې شامل وي.

دا چې ولې پاکستان د سولې لپاره د امریکا له طرحې ملاتړ اعلان کړی، باور دا دی چې پاکستان په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کېدو ته لېوالتیا لري، ځکه خو هر هغه مسله چې پکې د افغانستان د اوسني نظام څنګ ته کول او یا ړنګول وي، هرکلی کوي.

د شنونکو په باور، پاکستان غواړي اوسنی جمهوري نظام له منځه ولاړ شي، امارتي نظام او یا داسې نظام رامنځته شي، چې دوی پکې خپلې ګټې خوندي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.