The news is by your side.

د امریکا نوې طرحه کې موقت حکومت او نور مهم څه شامل دي؟

خبریال وېبپاڼه/ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا نوې جوړه شوې طرحه، چې تېره اوونۍ د خلیلزاد په لاس افغان چارواکو او طالبانو سره شریکه شوه، د موقت حکومت ترڅنګ دوه نور مهم مسایل هم لري.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د امریکا په طرحه کې د موقت حکومت ترڅنګ نوی اساسي قانون او اوربند هم شامل دي او امریکا یې د منځته راتلو هوډ کړی دی.

ورځپاڼه وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې نوي پلان په اړه څه نه دي ویلي، چې اوربند او نوی اساسي قانون پکې شامل دي او که نه، خو زیاتوي چې دوو افغان چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط تایید کړې چې طرحه کې اوربند او نوی اساسي قانون شامل دي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې په دې طرحه کې داسې مسایل ځای شوي چې ښايي حکومت او طالبان ګډ بحث پرې ونه کړي، ځکه خو ښايي یاده طرحه عملي نه شي.

افغان حکومت په وروستیو کې د لنډ مهالي حکومت وړاندیز رد کړی دی او د اساسي قانون له مخې د ټاکنو له لارې واک پرېښودلو باندې یې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني ویلي چې په اساسي قانون کې بدلون ته تیار دی؛ خو وایي که طالبان واک ته رسېدل غواړي نو په ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د خلکو په رایه دې خپل حکومت جوړ کړي.

 امریکايي چارواکي بیا د سولې لپاره د نوې طرحې په تطبیق ټینګار کوي او پرون یې یو ځل بیا افغان حکومت ته ګوتڅنډه وکړه چې یاده طرحه واضحه ده او باید مخنیوی یې ونه شي.

امریکا ویلي، چې نور له افغان جګړې په تنګ راغلی او غواړي د یادې طرحې د تطبیق او د خپلو سرتېرو د ایستلو له لارې جګړه ختمه کړي تر حو افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د امریکا د نوې طرحې له مخې ښايي د مارچ په ۲۷مه په ترکیه کې د سولې په اړه   بُن په څېر کنفرانس جوړ شي چې د سولې په تړاو به مهمې پرېکړې پکې وشي.

پاکستان هم په یاد کنفرانس کې ګډون ته لېوالتیا ښوولې خو ویلي یې دي چې پر طالبانو فشار نه شي راوړلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance