The news is by your side.

هند؛ ناوې د واده مراسمو کې له ډېرې ژړا مړه شوه

خبریال وېبپاڼه/ په هند کې یوه ناوې د واده په مراسمو کې د ډېرې ژړا له امله مړه شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د هند د اودیشا ایالت په سونپور سیمه کې رامنځته شوې ده او د واده مراسم د ناوې د مرګ له امله په غم بدل شول.

د ناوې کورنۍ وايي چې د دې نجلۍ پلار څو میاشتې وړاندې مړ شوی و او تر هغه وروسته یې لور یعنې ناوې چې پلار ورته بې حده ډېر ګران وو تر سخت ذهني فشار لاندې وه.

ناوې چې د واده په مراسمو کې د پلار نشتون احساس کړی، ژړا یې زیاته شوې او هماغسې پسې مړه شوې ده.

پولیسو د ناوې جسد د څېړنو په موخه عدلي طلب ته استولی، تر څو د مړینې علت یې لا ښه روښانه شي، چې ایا رښتیا ذهني فشار و او که کومه بله مسله وه، چې دوی پرې نه دي خبر.

په هند کې ودونه په بېلابېلو ډولونو ترسره کېږي، خو د مسلمانانو او هندوانو رواجونه یو له بله توپیر لري. د هند مسلمانان د واده مراسم تقریباً پښتنو ته ورته ترسره کوي. دا تازه پېښه هم چې شوې ویل کېږي چې دغه کورنۍ مسلمانه وه.

د هندوانانو عجیبه رواجونه

هند هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه پکې رواجونه پکې زیات دي، ودونه یې هم په بېلابېلو ډولونو ترسره کېږي.

د واده یو رواج یې دا دی چې هلک په خپله خوښه نجلۍ نه شي کولای، بلکې پرې تحمیلېږي او د مخالفت حق نه لري، ځکه دوی ګمان کوي چې که هلک له ټاکل شوې نجلۍ سره واده ونه کړي، نو خدایان یې خپه کېږي.

د هند په ځینو سیمو کې بیا یوه ښځه له څو کسانو سره واده کوي او هر یوه ته شپه جلا کوي، کله یوه او کله له بل سره وي، د اولادونو د تقسیم طریقه یې هم عجیبه ده، لومړی اولاد یې د تر ټولو غټ خاوند وي، دویم یې بیا له هغه نه په ټیټ عمر او درېیم هغه یې له هغه نه په ټیټ عمر ورکول کېږي.

د هند بل نادر رواج دا دی چې ځینو سیمو کې مهر په مېرمنې لازم وي او خاوند ته به یې ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance