The news is by your side.

مطالعه مو تر وخت مخکې ذهني بلوغ ته رسوي

خبریال وېبپاڼه/ مطالعه د هر انسان فطري غوښتنه ده او مکلف دی چې د خپلې ذهني پياوړتیا په موخه په ورځ کې حداقل یو ساعت مطالعه وکړي، ځکه همدا مطالعه ده چې په فکري او ذهني لحاظ انسان تر وخت مخکې بلوغ ته رسوي او په مسایلو یې پوه کوي.

د مطالعې ګټې بېخي زیاتې دي او اوږد بحث پرې کېدای شي؛ همدا مطالعه ده چې تاسو فکر کولو ته هڅوي چې ورسره سم مو ذهني ذکاوت هم لوړېږي او د مسایلو په اړه ډېر منطقي بحث کولای شئ.

کله چې تاسو د ځان لپاره یو مسلک غوره کوئ او د رسمي زده کړو په چوکاټ کې تاسو ورسره ازاده مطالعه هم وکړئ، دا د دې لامل ګرځي چې په اړونده برخه کې ستاسې د پوهې تهداب او پایې جوړې شي او په حساب هغه برخه کې پاخه شئ.

که موږ او تاسو فکر وکړو په کتابونو کې موږ ډېر کله داسې شیانو او مسایلو سره مخ کېږو چې هغه په ښوونځي او پوهنتون کې د استاد له خولې نه وځي، مګر کله چې مطالعه کوو، د دې لامل ګرځي چې له نا اشنا مسایلو سره اشنا شو.

د انسان لپاره دلغاتونو زېرمه هم مهمه ده، هغه که په وینا یې وي او که په لیکنه کې، که چېرې موږ ډېره مطالعه ولرو، نو زموږ او ستاسې لغوي پانګه ورسره زیاتېږي او په لیکنه او وینا کې د کلمو له کمښت سره نه مخ کېږو، په ځانګړي ډول داسې وینا او لیکنه کې چې هغه مسلکي وي.
له بېلابېلو فرهنګونو، ټولنو، جغرافیو او اقشارو سره د بلدتیا لار هم مطالعه ده او د دې په مټ یې پېژندلی شو، ځکه ازاده مطالعه داسې څه ده چې حتمن یو څه په لاس راکوي او خالي لاس مو نه پرېږدي.

د مسلکي وړتیاوو د زیاتوالي لپاره هم مطالعه حیاتي ارزښت لري، کله چې موږ په خپل مسلک کې ډېر وتلي واوسو، د دې لامل ګرځي، چې اړونده برخه کې ډېر څه ترلاسه کړو او که بل هیڅ ونه لرو، خپله مسلکي وړتیا موږ یو ځای ته رسولی شي.

د ذهني تمرکز د پیاوړتیا لپاره هم مطالعه ډېره مهمه ده، ځکه د مطالعې پر مهال زموږ او تاسو حواس تر ډېره بریده پورې راټول وي او په یوه موضوع فکر کولو ته وخت او چانس لرو، همداسې که دوام ورکړو، د وخت په تېرېدو سره به موږ له قوي ذهني تمرکز څخه برخمن یو.

پر نفس د باور د زیاتوالي لپاره تر ټولو اړینه لار مطالعه ده چې پر مټ یې زموږ تجربه او پوهه لوړېږي او دا سبب کېږي چې موږ ډېر معلومات او وړتیا ولرو، کله چې تاسو ډېره مطالعه ولرئ، وخت ناوخته خلک د مسایلو په اړه غواړي ستاسې نظر واوري، کله چې تاسو سم ځواب ورکړ، دا پخپله پر نفس ستاسې باور لوړوي.
څېړنو ښودلې ده چې کله تاسو له خپلې حافظې زیات کار واخلئ، هغه به لا پیاوړې شي، له حافظې کار اخیستل بل څه نه دي همدا مطالعه ده چې له لارې یې د انسان حافظه پیاوړې کېږي.
د خلاقیت او نوښت په رامنځته کولو کې هم مطالعه خپل خاص رول لري، کله چې موږ مطالعه کوو، نو له نویو مسایلو سره اشنا کېږي، داسې مسایل چې نور ترې نه وي خبر، دا د دې لامل ګرځي، چې موږ خلاق شو او د مسایلو په اړه تر نورو متفاوت فکر او عمل وکړو.

لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.