The news is by your side.

د طالبانو د راتګ څخه د وېرې اصلي سبب بل څه دی

خبريال وېبپاڼه-ډېری کسان چې د طالبانو راتګ ته احتياطي ډول خوشبین وي او یا هم خوشبین نه وي وېره لري په اصل کې کابل ته د طالبانو په راتګ باندې پخپل ذات کې اعتراض نلري.

ځکه طالبان که ښه دي يا بد د همدې وطن خلک دي او که د جګړې څخه لاس واخلي په دې وطن همدومره حق لري لکه یو بل افغان يې چې لري او همدومره ددې وطن مالکان دي لکه نور افغانان.

خو په اصل کې د طالبانو د راتګ څخه د وېرې سبب بل دی، په دې باندې هېڅوک نیوکه نلري کې طالبان دې راشي، بلکې طالبان راسي ددوی ښه سم ښه راغلاست دې وشي، مراسم دې ونیول شي او د حکومت د پام وړ برخه دې سي.

خو ستونزه بلې خواته ده، په اصل کې وېره او ستونزه داده چې که طالبان راشي او په چوکۍ کېني او بیا اعلان وکړي چې دا چوکۍ نور د تل لپاره ددوی ده.

داسې يو راتک چې طالبان ټاکنې ونه مني، بلکې د شورا په نامه د علماؤ په نامه هغه کسان راټول کړي چې ددوی په خوښه علما وي او ددوی د خوښې شورا ترې جوړه کړي او بيا دلته د تل لپاره د حاکميت دعوه وکړي.

اصلي وېره له همدې څخه ده، که چېرې اوس هم طالبان اعلان وکړي چې دوی ټاکنې مني، او غواړي د افغانستان راتلونکې له دې څخه وروسته ددې هېواد د ملت او خلکو په رايه تاييد شي او یا وټاکل شي نو نور به هېڅوک هم د طالبانو د راتګ څخه وېره ونلري‌.

خو حقیقت دادی چې طالبان د بېلابېلو سببونو له کبله په ټاکنو باندې چندان باور نلري، ددې باور يو سبب غلط ديني مفهوم دی، طالبان په دې عقيده دي چې ټاکنې کول د خکلو رايه منل په دې مانا دي چې نور د خدای د خبرې په ځای د خلکو خبره چلېږي.

خو دا خبره سمه نده، قوانین د خدای دي او د افغانستان قوانین اسلامي دي، صرف حکمران د خلکو له لوري ټاکل کېږي چې هغه هم مکلف دی د اسلامی قوانینو اطاعت وکړي.

نو بايد دا خبره ښکاره او درک شي چې افغانان د طالبانو د راتګ او په حکومت کې د ونډې مخالف ندي خو ددې مخالف دي چې طالبان دې د ولسواکۍ اصل ونه مني.

ليکوال ؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.