کاناډايي سفير د سولې لپاره ترټولو اړين کار په ګوته کړ
خبريال وېبپاڼه- په کابل کې د کاناډا پخوانی سفير وايي چې طالبانو څخه د پاکستان د لاسونو د پرې کولو پرته به ګرانه وي چې په افغانستان کې سوله راشي.
کرستين الکساندر وايي چې طالبان په منظم ډول د پاکستان د پوځ له لارې حمایت کېږي او په افغانستان کې په جګړه ورته اشتغال پيدا کېږي، نو ترڅو چې ددې هېواد ملاتړ د طالبانو څخه لرې نشي سوله کول هم لرې کار دی.
د الکساندر په خبره کې پاکستان ډېر په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي او که چېرې دا ملاتړ د رسمي مقاماتو له لارې د نړيوالو سره مطرح شي نو کېدی شي په دې هېواد باندې لازم فشار وارد شي او مجبور شي د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
الکساندر په داسې حال کې د طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ ښکاره خبره کوي چې څه موده وړاندې ددې ډلې د سياسي دفتر مشر ملا برادر په ښکاره پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې د طالبانو مشران په همدې هېواد يانې پاکستان کې ژوند کوي ناروغان یې همدلته تداوي کېږي.
د شنونکو په خبره طالبان اوس کله چې په افغان حکومت تور لګوي چې ملاتړ یې بهرنيان کوي او له همدې کبله د نورو له لوري جوړ شوی غلام حکومت دی نو ددوی ملاتړ چې پاکستان کوي په دې باندې خو اوس دوی پخپله هم اقرار کوي، نو همدا روایت خو بيا ددوی په حق کې هم منل کېږي.
خو طالبان وايي چې نه دوی که څه هم په پاکستان کې ژوند کوي، هلته خوند ساتل کېږي هلته یې ناروغان او زخمیان تداوي کېږي هلته یې مشران اوسېږي، هلته روزل کېږي هلته تمويل کېږي خو بيا هم پاکستان نه په دوی اغېز لري او نه هم دوی د هغه خبره مني.
د کاناډا دا سفير په داسې حال کې د پاکستان د ښکاره ملاتړ اړوند د اقدام غوښتنه کوي چې د امريکا متحده ايالاتو افغان حکومت او طالبانو باندې خپل نهايي فشار راوړی دی ترڅو په لنډ وخت کې سولې ته ټولې لارې پرانیزي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.