The news is by your side.

د تایراید هورمون کمښت په بدن کې څه پېښوي؟

د تایراید هورمون کمښت په بدن کې څه پېښوي؟
خبريال وېبپاڼه_hypothyroidism یا د تایراید غده د انسان په ستونې کې شتون لري. او دنده یې د تایراید هورمون جوړونه ده که چېرته د تایراید هارمون کچه په بدن کې ټیټه شي نو لاندې بدلونونه په بدن کې رامنځ ته کیږي :
۱ـ د اشتها کمیدل خو وزن بیا ډېرېږي
۲ـ د سړې هوا نه زغمل
۳ـ وچ او ځیګه پوستکی کېدل
۴ـ په دوامداره قبضیت لرل
۵ـ ژر په قهرکېدل،غوسه او نورې رواني ستونزې
۶ـ په دومداره توګه ستړیا،خستګي او سستیا
۷ـ د عضلاتو شخیدل او دردونه یې
۸ـ د ویښتانو تویېدل،او نري کیدل
۹ـ او په ځینو انسانانو کې د جاغور پیدا کیدل
۱۰ـ د زړه د درزا یا ضربانو کمیدل
د تایراید هورمون تشخیص څنګه وکړو؟
په وینه کې د تایراید هورمون اندازه باید وکتل شي. او له دې سره لاندې معاینې اړینې دي. Thyroid function test Thyroid scan چې باید وشي.
د تایراید هورمون عوامل څه وي؟
هغه عوامل او سببونه چې د تایراید هورمون ډېر والي سبب کېږي عبارت دي له:
۱ـ د تایراید ضد درمل څخه ګټه اخیستل
۲ـ د تایراید د غدې جراحي عملیات کول
۳ـ په ډېریو وختونو کې زموږ د بدن دفاعي سیستم د دغې ناروغۍ سبب ګرځي لکه Hushimato thyroiditis
۴ـ د لایزر او کیماوي شعاع ګانو استعمال هم کولی شي د نوموړې ناروغۍ سبب وګرځي.
۵ـ په بدن کې د ایو‌‌‌‌‌‌ډین کمښت
۶ـ د تایراید غدې نشتون په بدن کې
۷ـ د نخامیه غدې سرطانونه هم د تایراید د رامنځته کېدو سبب کېږي.
د تایراید ناروغۍ درملنه څنګه کېږي؟
تایراید سره له دې چې ځینو ته یوه عادي خبره ښکاري خو دا ناروغۍ انسان ته خپلې ډېرې ستونزې رامنځته کوي.
مونږ دلته په لاندې ډول د تایراید هورمون د ډېرېدو او ورسره هغه درملنې بیان کړي چې باید په کوم ډول د دې ناروغۍ درملنه وشي:
د تایراید ناروغۍ درملنه یې اسانه ده دا چې د نوموړې هورمون کچه ټیټه او یا هم مطلق صفر ده نوباید ناروغ ته د تایراید هارمون ورکړل شي.
د دې ناروغۍ له امله زمونږ په بدن کې څه پېښېږي:
۱ـ په وینه کې د شحمیاتو لوړیدل او په پایله کې د وینې غوړ هم پیدا کېږي.
۲ـ د زړه کم کاري او د زړه فعالیت کمېدل
۳ـ -د مکروبونو په وړاندې د بدن د دفاعي سیستم کمزوري کېدل
۴ـ-کوما ته تلل هم د تایراید غدې له امله پېښېږي چې دا یې تر ټولو لویه ستونزه او خطر ده چې مونږ ورسره پېښوي.
۵-د سترو یا لویو کولمو پړسیدل او التهابي کیدل یې چې دا په خپله د کولمو سرطان لپاره لاره هواره کوي.
۶-د حافظې کمزوري پیدا کېدل
۷-په غوږونو کې دغائب انسان اوازونه چې په ورځيني ډول مونږ له ډېرو ستونزو سره مخ کوي او د همدې امله رواني ناروغۍ هم پیدا کېږي.
۸ـ د لیونتوب او عصبي کمزوري پیدا کېدل
۹ـ په بدن کې د ستوني په قسمت کې د جاغور پیدا کیدل
د تایراید هورمون کمښت په بدن کې مونږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي نو باید هر څه ژر ډاکټر ته ورشو او اړوندې معاینې او درملنې وکړو.
لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.