The news is by your side.

 حکمتیار خپل دویم کور ته تللی؛ د پاکستان وېره او تمه څه ده؟

خبریال وېبپاڼه/ د سولې پروسې له ګرمېدو او د موقت حکومت له ډنډورې سره سم پاکستان د افغانستان په اړه داسې تګلاره غوره کړې، چې د دولت ـ دولت اړیکو ترڅنګ یې له سیاسیونو سره په فردي توګه هم د اړیکو تار اوږد غځولی دی. په دې لړ کې تر کریم خلیلي، محمد محقق او میررحمان رحماني وروسته تازه ګلبدین حکمتیار د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته رسېدلی دی.

پاکستان ته د افغان سیاستوالو دغه سفرونه کاملاُ له دیپلوماتیک عرف سره خلاف عمل دی، ځکه هیڅکله به داسې ونه شي چې افغان حکومت مولانا فضل الرحمن کابل ته را وغواړي او هغه دې راشي؛ حتی پاکستان تېر کال زموږ خپل پښتانه منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر په اسانه نه افغانستان ته نه راپرېښودل، دا ځکه چې دوی دیپلوماتیک اصول لري او عملي کېدو ته یې پابند دي.

د پاکستان تمه

پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار او نورو سیاستوالو له وروستي سفرونه دا په ډاګه کوي چې پاکستان په افغانستان کې د موقت حکومت د منځته راتلو سهارنی خوب لیدلی او دا هڅه کوي چې راتلونکي حکومت سره د اړیکو د رغولو په خاطر سر له اوسه افغان سیاستوالو سره اړیکې پياوړې کړې او طالبانو ته هم دا وښيي چې دوی له افغان سیاستوالو سره هم اړیکې لري.

حکمتیار او نور افغان سیاستوال د لنډ مهالي حکومت پلوي کوي او په دې نظر دي چې تر اوربند مخکې دي لنډمهاله حکومت رامنځته شي، اوس خو بیا بېخي د لنډمهاله حکومت د منځته راتګ خبرې تازه شوې دي او امریکا هم په تازه طرحه کې موقت حکومت د اساسي موضوع په توګه ځای کړی دی، ځکه خو پاکستان غواړي چې د لنډمهاله حکومت لپاره افغان سیاسیون لا ډېر وهڅوي، تر څو په افغانستان کې موقته اداره، چې د پاکستان ستره هیله ده، رامنځته شي.

د پاکستان وېره

د موقت حکومت د هیلې ترڅنګ پاکستان وېرېږي چې د افغانستان خاوره د هند لخوا د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، ځکه د پخوا په پرتله طالبان اوس د پاکستان خبره چندانې نه مني او اوس نړۍوال شوي دي، د همدې دلیل له مخې پاکستان نه یوازې افغان حکومت بلکې د حکومت له مخالفو سیاسیونو سره اړیکې ګړندۍ کړې دي، ترڅو له یوې خوا طالبانو ووېروي او له بلې خوا له افغان سیاستوالو څخه په ګټې اخیستنې راتلونکی حکومت دې ته وهڅوي، چې په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي او د هند نفوذ ته اجازه ورنه کړي.

ایا دغه سفرونه افغانستان ته ګټه هم لري؟

که چېرته پاکستان او نورو ګاونډي هېوادونو ته د افغان سیاستوالو او په ځانګړي ډول د حکمتیار وروستي سفر ته په مثبت نظر وکتل شي او د پاکستان له وېرې او هیلو ور هاخوا افغانستان ته د دغو سفرونو د ګټو په اړه خبره وکړو؛ دغه سفرونه کولی شي د دوه اړخیزه اړیکو ټینګولو او افغان سولې پروسې ګړندۍ کولو کې مرسته وکړي، خو په دې شرط چې افغان سیاسیون د افغانستان خاوره د پاکستان او هندوستان له سیالۍ وساتي او په دې نازک وضعیت کې داسې څه ونه کړي، چې ملي ګټو او د سولې ټینګښت ته زیان ورسوي.

لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.