The news is by your side.

د امریکا د سولې طرحه تر ارزونې لاندې ده؛ ایا تطبیق به شي؟

خبریال وېبپاڼه/  د ملي روغې د عالي شورا وایي، د دې شورا د یوې ګډې کاري کمېټې لخوا د سولې لپاره د امریکا نوې طرحه تر ارزونې لاندې ده چې د چارو تر بشپړېدو وروسته به خپلې پایلې د دغې شورا له مشرتابه سره شریکې کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیلا عطاالرحمن سلیم ویلي، چې د یادې طرحې د ارزونې لپاره یوه پنځلس کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده او دوی هیله لري چې دغه طرحه به د سولې لپاره ګټوره تمامه شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ د سولې لپاره د امریکا نوې طرحه حکومت، طالبانو او افغان سیاسیونو سره شریکه کړه، چې د افغان چارواکو سخت غبرګونونه یې وپارول.

په یاده طرحه کې موقت حکومت رامنځته کول، اوربند او په اساسي قانون کې بدول راوستل مهم او اساسي ټکي دي، چې ښايي ښکېل اړخونه پرې ژر تفاهم ته ونه رسېږي.

دغه راز د یادې طرحې له مخې ټاکل شوې ده چې د مارچ میاشتې په اتلسمه په مسکو کې د سولې په تړاو غونډه جوړه شي او د راتلونکې میاشتې په سر کې به په ترکیه کې د بُن په څېر کنفرانس جوړ شي، چې د سولې په تړاو به مهمې پرېکړې پکې کېږي.

امریکا نور له افغان جګړې ستړې ده او که د موقت حکومت په بیه وي او یا د اساسي قانون د بدلون غواړي د افغان جګړې ټغر نور ټول کړي، خو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د نظر اختلاف د سولې مخه ډب کړې ده.

اوسنی حکومت موقته اداره نه مني او وايي چې طالبان دې د ټاکنو له لارې واک خپل کړي او طالبان بیا ټینګار کوي، چې د دوحې تړون مطابق باید امریکا نور له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د دې هر څه زور له ولسه خېژي او هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د شنونکو په باور، د سولې مخه یوازې او یوازې د واک تندې بنده کړې ده، هم حکومت او هم طالبان په دې لټه کې دي چې څنګه واک ترلاسه کړي، هغه که پر ولس څه تېرېږي، دوی ته مهم نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.