The news is by your side.

سي اېن اېن؛ پنتاګون د افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو پلان بشپړ کړی

سي اېن اېن له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه-د امريکا معتبرې تلویزوني شبکې سي اېن اېن د پنتاګون د یوه چارواکي له قوله ويلي دي چې پنتاګون د افغانستان څخه تر مې میاشتې پورې د خپلو ځواکونو وتلو خپل پلان تکمیل کړی دی او د ولسمشر جوبایډن امر ته منتظر دي.

ددې خبر په اساس که چېرې د امريکا ولسمشر جوبایډن د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړي نو تر مې میاشتې پورې به ټول امريکايي پوځيان افغانستان پرېږدي.

سي اېن اېن وايي چې تمه ده د امريکا ولسمشر جوبایډن د راتلونکې میاشتې په لومړيو ورځو کې خپله پرېکړه اعلان کړي، جوبایډن به مجبور وي په دې موده کې خپله پرېکړه اعلان کړي ځکه چې دا پرېکړه به د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په څرنګوالي هم تاثير کوي.

د پنتاګون یوه چارواکي سي اېن اېن ته ويلي دي چې دوی پلان لري ډېری پوځیان او نور شيان یې د هوا له لارې انتقال کړي او ددې ترڅنګ خپل نظامی بنسټونه هلته له منځه يوسي ترڅو د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

سي اېن اېن په داسې حال کې د پنتاګون د اماده ګۍ څخه خبر ورکوي چې دې خوا ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او ځانګړي استازي یې د بين الافغاني خبرو د پايلې ورکولو لپاره خپلې هڅې په نهايي ډول چټکې کړې دي.

همدا اوس زلمی خليلزاد په دوحه کې دی او هلته یې لنګر اچولی دی ترڅو د موقت حکومت د طرحې په اړوند د طالبانو نظر واخلي او همدارنګه دوی ددې طرحې منلو ته وهڅوي.

که څه طالبانو تراوسه ددې طرحې اړوند څه نه دي ويلي خو په کابل کې بيا حالات هغه ډول نه دي، دلته په کابل کې افغان حکومت په غیرې مستقیم ډول ددې طرحې سخت مخالفت کوي.

خو د چارو شننونکي وايي چې افغان حکومت به د مجبوریت او انکار سره سره دا طرحه په یو ډول نه یو ډول مني، ځکه دوی تر دې وړاندې د انس حقاني په اړوند هم داسې کلک دريځ نیولی و چې بله ورځ یې خوشي کړ.

د شنونکو په خبره په اوس وخت کې د امريکا بېړه داده چې د افغانستان مساله پای ته ورسوي، دا که آن د طالبانو په امتياز هم تمامېږي خو امريکا غواړي نور د افغانستان قضيه یو طرفه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.