The news is by your side.

خبرداری؛ ملګرو ملتونو له طالبانو بېړنۍ غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې په هدفي وژنو اندېښنه ښوولې او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دغه ډول بریدونه ودروي.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې هدفي وژنې، چې تر ډېره پکې خبریالان، مدني فعالان، ډاکټران، ملکي مامورین او د عدلي او قضايي ارګانونو کارکوونکي په نښه کېږي، نور د زغملو وړ نه دي او ژر تر ژره باید ودرول شي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دغه ډول بریدونه بند کړي او له حکومته یې بیا غوښتنه کړې چې د دغو بریدونو عاملین دې محاکمه کړي.

دوی د روان بد وضعیت د بدلون یوازېنۍ لار اوربند بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې اوربند ته غاړه کېږدي، تر څو نور د جګړې ټغر ټول او افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د روانې جګړې د حل یوازېنۍ لا خبرې دي او باید ښکېل اړخونه د خبرو اترو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او د جګړې د پای لپاره خپل ښه نیت وښيي.

ملګري ملتونو داسې مهال په هېواد کې د هدفي وژنو د مخنیوي غږ کوي چې لا هم په هېواد کې دغه لړۍ روانه ده او وروستۍ پېښه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وشوه چې د انعکاس راډیو تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې پکې شهیدانې شوې.

حکومت نه یوازې د یادو پېښو عاملین تر اوسه نه دي په ګوته کړي بلکې د دغو بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلي او اوس هم خبریالان، مدني فعالان او د رسنیو کارکوونکي په بد وضعیت کې خپلو دندو ته دوام ورکوي.

طالبان بیا که څه هم د دغو بریدونو عاملین بلل شوي، د خبریالانو او مدني فعالانو د وژنو پړه پر حکومت اچوي او وايي چې دغه لړۍ د حکومت دننه د یوې خاصۍ کړۍ لخوا د طالبانو د بدنامۍ لپاره پیل شوې ده.

بل خوا بیا په مسکو او ترکیه کې د سولې په تړاو جوړېدونکو غونډو ته هیلې پیدا شوې دي چې ښايي له لارې یې نور د سولې او جګړې کیسه یو طرفه شي، خو مالومه نه ده چې اوسنی حکومت به موقت حکومت ومني او که نه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.