The news is by your side.

مصر د ترکیې هيلې ته خفه کوونکی ځواب ورکړ

خبريال وېبپاڼه- په داسې حال کې چې تېره ورځ ترکیې په مصر باندې د اړيکو د پيلولو او بيا دوستۍ غږ وکړ خو نن د مصر د بهرنيو چارو وزارت د ترکیې د خوښې ځواب ورنکړ.

د ترکیې او مصر اړيکې وروسته له هغه خرابې شوې کله چې ددې هېواد اوسني ولسمشر فتاح السيسي د مصر په منتخب ولسمشر مرسي باندې کودتا وکړه او د واک چارې یې په زور په لاس کې واخيستې.

تازه تېره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اؤلو په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې د مصر سره د اړيکو د جوړولو او نه سمولو لپاره هېڅ کوم سبب نشته دی.

خو نن بيا د مصر د بهرنیو چارو د وزرات یوه سرچینې چې نوم يې نه دی ښودلی ددې هېواد رسمي خبري اژانس منا ته ويلي دي چې د ترکيې سره د اړيکو د بيا جوړلو لپاره ددې اړتيا ده چې ترکيه مصر ته د يوه خپلواک هېواد په سترګه وګوري او همداراز د عربو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله ونکړي.

د ترکیې، مصر، اماراتو او سعودي عربستان اړيکې د څه مودې راهیسې د سوریې، ليبيا او ځینې نورو هېوادونو د سياسي حالاتو له کبله سره ښی نه دي.

ويل کېږی چې تازه د ترکیې او سعودی عربستان ترمنځ اړیکې په ښو کېدو دی او ترڅنګ یې د اماراتو سره هم تماسونه پيل شوي دي.

ترکیې تېره ورځ دا هيله وښوده چې د مصر سره به يې زر ښې اړيکې جوړې شي خو نن د مصر د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي د ترکیې په وړاندې د احتياط ډکه پيغام خپور کړ.

تراوسه پورې ترکي چارواکو د مصر دغه غبرګون ته څه نه دي ويلي، دا چې دا غبرګون رسمي ښکاره نه دی او سرچینې رسمی ادرس نوم نه دې ښکاره شوی کېدی شي ترکيه د مصر د بهرنيو چارو د وزير او يا هم ددې هېواد د ولسمشر غبرګون ته په تمه شئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.