The news is by your side.

جان سپکو ولې په غني پسې را اخيستې ده؟

خبريال وېبپاڼه- په دې شک نشته چې د اشرف غني په حکومت کې فساد اوج ته رسېدلی دی، دا فساد داسې هم نه دی چې غني يې ويني نه، بلکې غني داسې فساد کوي ويني کوي یې، لنډه دا چې ويلی شو فساد د غني د تګلارې يوه برخه ده.

خو نن بدل ټکی دادی چې همدا فساد مخکې هم موجود و خو هغه وخت هومره زیاته ورته ګوته نه نيول کېده، اوس د افغانستان د بيا رغونې په مرستو د امريکا د څار د ادارې مشر تر بل هر وخت زيات په مستقيم ډول غني او حکومت یې هدف ګرځوي.

په اصل کې دا د یوه پلان برخه ښکاري، په داسې حال کې چې افغانستان په يوه حساس پړاو کې واقع دی سیګار د حکومت فسادونه په پرلپسې ډول بربنډوي او د بربنډولو ژبه او لهجه یې هم په وروستۍ درجه حمله کوونکې ده.

تېره ورځ ددې ادارې په یوه نشر شوي راپور کې ولسمشر غني ته او د هغه حکومت ته په وروستۍ درجه ګوستاخانه لهجه کارولې وه، په دې راپور کې راغلي دي چې د ولسمشر غني حکومت او افغانستان مفسد دی او وروسته له دې چې امريکا افغانستان ترک کړي نو ډېر ژر به له سقوط سره مخ شي.

نن تازه دې ادارې بيا راپور خپور کړی دی چې پکې د ملي اردو د طیارو د خرڅلاو فساد بربنډ شوی دی، ددې راپور په بنسټ چې د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت طیارې په ۴۰ زره ډالر په کباړ کې پلورل شوې دي.

لکه څنګه مو چې پورته وويل چې په افغان حکومت کې د فساد هغه هم د يو وحشي فساد رد کول امکان نلري، خو دلته صرف دغه پام راټولول غواړم چې دا فساد اوس د حکومت په ضد کارول کېږي او ورباندې ضعيفېژي.

په حقيقت کې دا هرڅه غني پخپله پخپل ځان کړي دي، غني د ځان بساينې په لور بنسټيز کار نه دی کړی بلکې حکومت یې ټول په معاملو تېر شو،د سيستم فعال کولو په ځای يې په ادارو کې د اشخاصو په ټاکلو معاملې وکړې‌.

نن یې پايله دا شوه چې همدا فساد او هرڅه يې په سر بلا دي، امریکا د هغه په وړاندې هغه شيان کاروي چې دا دومره وخت يې ورباندې خاموشي اختيار کړې وه.

ليکوال؛تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.