The news is by your side.

دانش تازه د برښنایي پېژندپاڼو کې څه لرې کول غواړي؟

خبريال وېبپاڼه- د هېواد د ولسمشر اشرف غني دوهم مرستيال بيا د برېښنايی پېژندپاڼو خلاف راوتلی دی او دا ځل یې د په دې پاڼو کې د نورو اقوامو ذکر ناسم او غیرې مسلکي کار بللی دی.

دانش په هغه زيانونه نیوکه کړې ده چې له دې وروسته به ځینې نورو قومونو ته پرته د افغانستان د لويو قومونو هم اجازه ورکول کېږي چې د خپل قوم په نوم ځان ثبت کړي.

تر دې مهاله د برېښنايي پېژندپاڼو په قومي کټګورۍ کې د لويو قومونو لکه پښتنو، تاجک، هزاره او ازبک غوندې نومونه و مګر د ځينو نورو لږکیو په غوښتنه اوس دا لېست اوږد شوی دی او نور لږکي هم اوس کولی شي پخپل قوم ځان ثبت کړي.

دانش او همفکره ډلې يې چې تر پرونه په حکومت کې هڅه کوله چې په پېژندپاڼو کې د افغان نوم ونه ليکي او صرف د قوم په نوم بسنه وشي او دا يې هم نه منلو چې صرف ملت دی افغان ذکر شي او قوم دې نه ذکر کېږي اوس په دې نيوکه کوي چې ولې نورو قومونو ته دا امکان ورکول کیږي.

د احصايې ملي ادارې اوس ټولو قومونو لويو او وړو ته اجازه ورکړې ده چې پخپل قوم ځان ثبت کړي هغه که لوی وي که وړ، خو اوس په دې باندې هغه کسان نیوکه کوي چې تر پرونه يې ويل چې بايد ددوي د قومونو نوم په پېژندپاڼو کې وليکل شي خو اوس پخپله د نورو قومونو د نوم ليکلو مخالفت کوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د برښنايي پېژند پاڼو ځنډ ګڼ نوي سيستمونه د‌ هغوی راوړل او عملي کول د ستونزو سره مخ کړل دننه په هېواد کې ډېری قومي سياسي مشرانو چې د خپل سياست لپاره د قوم څخه استفاده کوي اوس بيا ددې پېژندپاڼو په وړاندې د خنډ جوړول پخې پيل کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.