The news is by your side.

طالبانو د پسرلنۍ جګړې د پيل غونډه ترسره او جنګیالي یې راولېږل

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو د نوي کال له را نږدې کېدو سره سم د پسرلنۍ جګړې د پيل په موخه تدابیري غونډه جوړه کړه او خپل تازه جنګیالي یې په یو لړ مراسمو د افغانستان پر لور راولېږل.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې دغه غونډه نن د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالي په ټل بازار کې د کینټ هال یا د محکمې سالون په نوم یوه هوټل کې ترسره شوه، چې د حقاني شبکې او طالبانو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

د سرچینې په خبره، د یادې غونډې د ترسره کولو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، په ټل بازار کې ګرځ‌بندیز و او د ترانو په ویلو او له تازه نفسو سرتېرو سره د خدای په اماني په کولو یاد مراسم پای ته ورسېدل.

سرچینه دا هم وايي چې د طالبانو په موټریز کاروان کې د پسرلنۍ جګړې اړوند جوړې شوې ترانې په لوړ اواز غږول شوې وې او د نوې جګړې د پيل اعلان یې بدرګه کاوه.

د معلوماتو پر اساس، په دې غونډه کې د سولې پر ځای د جګړې د پيل خبرې کېدې او طالب جنګیالیو ته دا روحیه ورکول کېده، چې تر امریکایانو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت د نسکورېدو په حال کې دی او بیا به امارت را ژوندی کېږي.

یوې بلې کره سرچینې ویلي چې طالب جنګیالي دوه نیمې بجې له ټل بازار څخه د افغانستان په لور وخوځېدل او د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پکتیا له لارې له لویې پکتیا او نورو ولایتونو ته ځانونه ورسوي.

د ځایي سرچینې په تایید په رسمي بڼه د افغانستان پر لور د ټل له بازار ۲:۳۰ دقیقې د طالبانو د جنګي ډلې کاروان حرکت وکړ؛ خو دا، چې دوی د ډیورنډ له کرښې، افغانستان ته څه وخت اوړي، معلومه نه ده!

که څه هم تر اوسه طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیلیزې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه ډله هر کال د پسرلنیو عملیاتو د پرانیستې مراسم په ټل بازار سیمه کې ترسره کوي او بیا په ځانګړو تدابیرو یوه ډله جنګیالي ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پکتیا له لارې افغانستان ته رالېږي، چې د پاکستاني پوځ لخوا هم بدرګه کېږي.

د معلوماتو له مخې، ټل د خیبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالي مربوط ښارګوټی دی، چې د دریو قبایلي ایجنسیو؛ شمالي وزیرستان، کرم او اورکزی؛ منځ کې واقع دی؛ د حقاني شبکې لوی مرکز هم په ټل بازار کې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance