The news is by your side.

ضعيف؛ طالبان د امريکا لپاره د القاعده سره دښمني نشي کولی

ضعيف؛ طالبان د امريکا لپاره د القاعده سره دښمني نشي کولی

خبريال وېبپاڼه- په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفير مولوي عبدالسلام ضعیف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ويلي دي چې طالبان د امريکا لپاره د القاعده سره دښمني نشي کولی.

ضعيف چې د سولې اړوند يې د يوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې خبرې کولې وويل چې دا سمه ده چې طالبانو د امريکايانو سره دا خبره منلې ده چې د افغانستان څخه به په امريکا حمله نه کېږي او دا خاوره به د امريکا او متحدينو په ضد به استفاده کېږي خو په تړون کې داسې څه نشته چې په اساس يې دې طالبان له القاعده سره دښمني وکړي.

ضعيف وايي چې طالبان به دا اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د امريکا او متحدينو په وړاندې یې څوک استفاده وکړي خو د طالبان په دې مجبور ندي چې د القاعده سره دښمني وکړي.

ضعيف په داسې حال کې د القاعده سره د طالبانو د اړيکو اړوند دا ډول څرګندونې کوي چې د امريکا متحده ايالات همدا اوس بوخت دي او ددوی سره د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري لاسليک شوې توافقنامه ارزوي.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت او ددې هېواد ددفاع وزارت ويلي و چې طالبانو د القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې او اوس هم ددې ډلې سره اړيکې لري.

د افغانستان د ملي امنیت ريس ضيا سراج هم څه موده وړاندې ويلي و چې په افغانستان کې تر دولسو زرو پورې بهرني جنګيالي شتون لري چې ډېري يې د طالبانو سره همکار دي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي طالبان صرف ددې لپاره چې د امريکايی ځواکونو وتل ممکن کړي د القاعده سره په خوله باندې د اړيکو د ختمولو خبره کوي په حقيقت کې دوی په فکري ډول د هغوی سره يو دي او هیڅ وخت به سره جلا نشي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.