The news is by your side.

جسيندا يو ځل بيا د مسلمانانو زړونه وګټل

جسيندا يو ځل بيا د مسلمانانو زړونه وګټل

خبريال وېبپاڼه- دوه کاله وړاندې په نوي زيلاند کې په يوه جومات باندې تروریستي برید وشو چې پکې ګڼ شمېر مسلمانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بريد يو عيسوي بنسټپال تروريست وکړ، د نړۍ په یوه لرې برخه کې په داسې یوه هېواد کې چې هلته کم شمېر مسلمانان ژوند دې کوي دې بريد د مسلمانانو په زړه کې لوی ډار او وحشت خور کړ.

د نوي زيلاند صدراعظمې جسيندا ادردرين ددغه برید وروسته حال او ددې هېواد هغه نازک وضعيت دومره ښه مدیریت کړ چې په نړۍ کې ورته د هر لوري درناوی وشو او مسلمانان هم ورڅخه راضي او خوشحاله و.

په دې بريد کې ۵۱ مسلمانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمېر نور ټپيان شول، د بريد وروسته ددې هېواد صدراعظمه ولاړه د جومات او د مسلمانو سره یې خواخوږي وکړه، دې په نوي زيلاند کې ددې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره د وسلو د پلور په هکله نوي قوانين رامنځته کړل، د وسلو د پلور چارې يې سختې کړې.

نن ددې بريد د قربانيانو په ياد کې په دې هېواد کې غونډه جوړه شوې وه او ددې هېواد صدراعظمې يو ځل بيا د مسلمانانو زړونه وګټل.

دې دغه غونډه کې وويل چې موږ داسې يو هېواد کېدل غواړو چېرته چې ټول ځان خوند حس کړي او ټول یې خپل هېواد وګڼي، هر ډول تنوع پکې مثبته وګڼل شي.

بريد کوونکی برينټن د برید څخه څو دقیقې وروسته ونیول شو او د محکمې له لوري ورته د عمر قيد سزا ورکړل شوه.

د نوي زيلاند صدراعظمې په دې پروسه کې په دې وختونو کې دا بحران ډېر ښه مدیریت کړ، د مسلمانانو زړونه يې وګټل او نړيوالو هم ورباندې آفرين وويل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.