The news is by your side.

ترکیې د افغانستان په چارو کې مخ په وړاندې يو بل قدم هم واخیست

ترکیې د افغانستان په چارو کې يو بل قدم هم وړاندې واخیست

خبريال وېبپاڼه-د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې دوی به د افغانستان لپاره يو ځانګړی استازی وټاکي، ترکيه په داسې مهال افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو خبر ورکوي چې په دې هېواد چې به راتلونکې مياشت د افغانستان د سولې اړوند یوه لویه غونډه جوړه شي.

تمه وه چې دا غونډه د روانې مياشتې په اوه ویشتم تاریخ جوړه شي او د افغان حکومت او طالبانو استازي پکې سره مخامخ شي خو نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ددې غونډې تاريخ راتلونکی میاشت اعلان کړ، په دې اړوند چې ولې دا غونډه راتلونکې مياشتې ته وځنډول شوه تراوسه پورې څه نه دي ويل شوي.

ترکيه همدا اوس په کابل کې رسمي سفارت لري چې د افغانستان اړوند مسايل او ددوه هېوادونو اړیکې سره ترتیبوي خو تازه دې هېواد د افغانستان په چارو کې د يوه ځانګړي استازي د ټاکلو اعلان کړی دی چې دا په افغانستان کې د لازیاتې ښکېلتیا په مانا هم راځي.

د هغه طرحې په بنسټ چې امريکا افغان حکومت او طالبانو ته ورکړې ده د ترکيې څخه به د امريکا متحده ايالات غواړي چې په دې هېواد کې د بين الافغاني خبرو لپاره يوه لويه غونډه جوړه کړي.

د چارو شننونکي وايي چې په دوحه کې د سولې خبرې نورې بې پايلې دي او روانه پروسه او تګلاره په دوحه کې د کاره غورځېدلې ده له همدې کبله د امريکا متحده ايالات غواړي چې د سولې په خبرو کې يو ځل بيا روح پو کړي او دا خبرې بيا ژوندۍ کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر غني څخه غوښتلي دي چې د فوري سولې لپاره دی شرایط برابر کړي ترڅو بين الافغاني خبرې يوه پايله ورکړي که نه نو بدون له داخلي اتفاق څخه به افغانستان د تاريخ له بدو ورځو سره مخ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.