The news is by your side.

بېړنی خبر؛ روسيې د اېتلافي موقت حکومت اړوند دریځ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه- روسيې په رسمي ډول دا تاييد کړې ده چې دوی په افغانستان کې د یوه ایتلافي موقت حکومت د جوړېدو څخه ملاتړ کوي.

د يورونیوز د خبر په بنسټ روسیې منلې ده چې دوی په افغانستان کې د يوه اېتلافي موقت حکومت ملاتړ کوي.

روسیې په‌ داسې حال کې په افغانستان کې د اېتلافي موقت حکومت څخه خپل ملاتړ تاييد کړی دی چې تمه کېږي په دې هېواد کې د بين الافغاني لورو یو لوی کنفرانس جوړ شي، په دې کنفرانس کې به افغان حکومت او نور لوری هم ګډون وکړي.

د مسکو د غونډې په هکله ټولو لوريو بلنې لېږل شوې دي او ټولو لوریو دا بلنې منلې هم دي، د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي دي چې په مسکو کې د بين الافغاني خبرو غونډه به وکولی شي چې د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړي.

روسیه غواړي مخکې له دې چې امريکايان په یوه طرفه ډول افغانستان ترک کړي بين الافغاني خبرې یوې پايلې ته ورسېږي او په دې هېواد کې د بلې جګړې مخنيوی وسي.

خو د چارو شنونکي وايي چې روسيه په دې خبرو کې په رقابتي ډول اقدام کوي او په ډېری پرېکړو کې د افغانستان د سولې په ځاي خپل اعتبار، اغیز او رقابت ښکاره کول غواړي.

تراوسه پورې د روسیې دې ملاتړ ته افغان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د موقت حکومت خلاف سخت دريځ اعلان کړی و.

طالبانو هم تراوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي، دوی ته د خليلزاد له لوري د ورکړل شوې طرحې په اړوند همدومره ويل شوي دي چې دوی دا طرحه ارزوي او وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.

د يادونې وړ ده چې د امريکا متحده ايالاتو افغان حکومت او طالبانو ته د یوه موقت اېتلافي حکومت د تشکيل وړانديز کړی دی او په دې هکله یې ددوی فوری پرېکړه او مرسته غوښتې ده.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.