The news is by your side.

طالبانو د خپلو محکمو اړوند نوی اعلان وکړ

خبريال وېبپاڼه- وسله والو طالبانو د خپلې يو سمينار او غونډې انځورونه خپاره کړي دي او ددې غونډې په هکله یې مالومات ورکړي دي.

د طالبانو سره نېږدې يوې سرچينې ددې مالوماتو د خپرولو په مورد وويل چې طالبان پلان لري د ټول هېواد وګړو ته قضايي خدمات وړاندې کړي او د هېواد خلک وهڅوي ترڅو خپلې قضيې په دوی باندې حل کړي.

د طالبانو مرستيال مشر سراج الدين حقاني هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او د خپلو تعين شويو قاضيانو څخه یې وغوښتل چې د خلکو سره ښه سلوک وکړي.

د چارو شننونکي وايي چې طالبان د موجودې قضايي خلا څخه په پوره هوښيارۍ استفاده کوي، دوی په دې باندې پوهېږي چې خلک اوس د حکومت په قضايي سيستم باور نکوي او په یوه تشه کې واقع شوي دي.

ډېری خلک چې کله د خپل یوه شکایت، يوې قضيې او يوې معاملې په تړاو حکومتي بنسټ ته مراجعه وکړي نو نه یوازې چې کار یې حل نشي بلکې نور هم په بلا ککړ شي، وخت يې ضايع شي او له نورو ګڼو ستونزو او مجبوریتونو سره مخ شي.

شننونکي وايي چې د طالبانو عدلي سيستم که څه هم پوره اسلامي او انساني نه دی خو دا چې پرېکړه پکې زر ترسره کېږي او د فساد کچه پکې ټيټه ده نو خلک یې غوره بولي.

د پوهانو په باور د حکومت د خدماتي، عدلي او نورو بنسټونو ضعف به ډېر په ګرانه تمام شي او پکار ده چې د حکومت مشران په دې اړوند يو عاجل اقدام وکړي .

همدا اوس ان د کابل په ځينې ولسواليو کې هم خلک خپلې مسلې طالبانو ته راجع کوي، که ددې مخه ونه نیول او حکومت خپل بنسټونه له فساده پاک نکړي نو لرې نده چې ان د ښارونو خلک به ځي او خپلې مسلې به د طالبانو سره شریکوي.

ددې لپاره پوهان د حکومت په عدلي سيستم کې د فوري او بنسټيزو اصلاحاتو غوښتنه کوي، د پوهانو سپارښتنه داده چې حکومت بايد د يوويشتمې پېړۍ مطابق نور په اشخاصو حساب پرېږدي او په سيستم حساب وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.