The news is by your side.

ښځې مو داسې ونازوئ؟

خبریال ویبپانه: سړي له خپلو ښځو سره تل په یو داسې چلند خوښ دي چې یو څوک یې چې له کنیزې سره کوي چې د خپلو ښځو احساساتو او غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي بس یوازې او یوازې امرونه پرې کوي.

ښځو ته تر څه دمخه اول د یوه انسان په سترګه وګورئ او پر دې مو ځان پوه کړئ چې هغه هم زړه لري، غوښتنې او ارمانونه لري. په کومه اړیکه کې چې یوازې د یوه کس غوښتنې او ارمانونه پوره شي هېڅ کله کامیابه اړیکه نه وي او نه هم پکې څوک خپلې نیکمرغي ته رسېدی شي.

ښځه خدای ستاسو له پښو نه ده پیدا کړې چې ټول عمر به ستاسو سره لکه مری ژوند کوي ښځه خدای ستاسو څنګ نه پیدا شوې تر څو تاسو سره د ژوند په ټولو چارو او وختونو کې د مور،خور او ښځې په څېرو کې د ژوند ځواک مو اوسي.

هغوی چې خپلو ښځو ته ارزښت نه ورکوي او د ښځو له حقوقو خبر نه دي نو خدای ورته سخته سزا ټاکلې او نه هم په دې نړۍ کې به ښه ژوند ولري.

د ښځې ژوند یوازې دا نه دی چې یوه مړۍ ډوډۍ ورکړئ او نور بس. هغه انسان دی او داسې انسان چې خدای په ډېر ښکلا او ظرافت سره تاسو ته دربښلې. د دوی په قدر پوه شئ ځکه که چېرته دوی خبرې شي چې ستاسو اولاد نه کېږي نو ټول به درته سپین کړي او د مرګ تر ورځې به ستاسو په نامه او کور کې مو درته کېني خو سړي که چېرته خبر شي  چې د ښځې یې اولاد نه کېږي نو تر ټولو لومړی فکر ورته دا وي چې ژر تر ژره باید ښځه وکړي او هغه هم په  داسې حال کې چې د خپلې لومړۍ ښځې څخه هېڅ اجازه نه اخلي او نه هم د هغه زړه لاسته راوړلو کوښښ کوي.

راځئ ښځې مو په دې کارونو ونازوئ:

۱ـ د یوه مېلمه په توګه یې خدمت وکړئ او وګورئ چې ښځه مو تاسو ته څه ډول ژوند دربښي.

۲ـ کله یې هغه لاسته ورته مچو کړئ چې سهار تر بېګاه یې تاسو ته په ډوډۍ پخولو او کار کولو پوستکي اچولي.

۳ـ ښه ژبه ورسره وکړئ او تاسو به په دې لا خبر نه یاست چې یوه ښځه ستاسو د مینې نه هم ډېر ستاسو ښه چلند او ښه خوی غواړي چې په نرمۍ سره ورسره خبرې وکړئ.

۴ـ د خپلو ټولو بدخویونو بښنه ورنه وغواړئ او د زړه لاسته راوړلو کوښښ یې وکړئ هغه ستاسو میرمن ده نو تر ټولو ډېر حق ستاسو په ژوند او ستاسو په خوښيو هغه لري چې حق یې باید ادا شي.

۵ـ ډالۍ ورته واخلئ او هغوی پر دې ډاډه کړئ چې ورته درناوی کوئ.

۶ـ سړي په ژوند کې د ټولو خبره مني خو د خپلو ښځو خبره هېڅ کله نه مني او دا ورته ننګ ښکاري په داسې حال کې ستاسو سره د هر غم او ښادئ ذمه یوازې او یوازې ستاسو مېرمنو کړې.هغوی ته ارزښت ورکړئ او د ښو خبرو منلو کې یې ورنه مننه وکړئ دا چې تاسو ته مشوره درکړه.

لیکنه: مریم صدیقي

 

Normal
0

false
false
false

EN-US
X-NONE
AR-SA

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.