The news is by your side.

 هوکړه ماتول؛ طالبان امریکایانو ته لاس په ماشه ولاړ دي

خبریال وېبپاڼه/ سي ان ان په یوه راپور کې لیکي، طالبان تیار لاس په ماشه ولاړ دي، ې که چېرې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي، نو سمدلاسه پر امریکایي ځواکونو بریدونه پیلوي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان اوس هم د وخت په ضایع کېدو بوخت دي او دې ته په تمه دي چې که امریکایان د دوحې هوکړې نېټې له پوره کېدو سره سم ونه وځي، نو دغه ډله به جګړه لا پسې خونړۍ کړي.

د سرچینې په خبره، امریکایي حکومت د افغانستان په اړه ځینې مسایل له امریکایانو پټوي او د ټرمپ په څېر په تشو وعدو خپل سرتېري او د هغوی کورنۍ غولوي.

سي ان ان ویلي، ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي ځکه په دغه هېواد کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان، خو د بایډن  اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي.

د سرچینې په وینا، که سرتېري بې وخته ووځي او د سولې ډاډمنه هوکړه رامنځته نه شي، نو ښايي په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

سرچینه کاږي افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي، تر څو د جګړې ټغر ټول او دایمي سوله رامنځته شي.

سي ان ان داسې مهال امریکایانو ته د طالبانو لخوا د احتمالي بریدونو د تیاري خبره کوي چې اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کط د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ شدیدې جګړې روانې دي، چې ډېری وخت پکې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

طالبانو د هر ډول انساني او اسلامي اصولو خلاف د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې جګړه روانه کړې او ان د ناولې جګړې لمن یې تر ښارونو پورې رسولې ده.

هلته بیا ټاکل شوې ده چې په مسکو او ترکیه کې د سولې په تړاو دوې مهمې غونډې جوړې شي، چې د سولې او جګړې د برخلیک په اړه به پکې مهمې پرېکړې وشي.

دا چې یادې غونډې به د سولې لپاره څومره ګټورې تمامې شي، جلا بحث دی، خو امریکا نور له افغان جګړې په تنګ راغلې او که د موقت حکومت په بیه وي یا تر دې هم لوړ قیمت نور یې ټغر ټولول غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance