The news is by your side.

سوپکو: طالبانو د سولې نه، د جګړې پروژه ده

خبریال وېبپاڼه/ سیګار د امریکا کانګرېس ته خبرداری ورکړی چې که امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي، نو دغه هېواد به د جګړ په ستر ډګر بدله شي او ان نړۍوالو ته به ستر خطرونه پېښ کړي.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا سرمفتش جان سوپکو د کانګریس له غړو سره پر افغان سوله، دلته روانه وضعیت، دوحې هوکړې او راتلونکې خبرې کړې او ورته ویلي یې دي چې طالبان د یوې جنګي ډلې په توګه اوس د سولې پر ځای د جګړې اور ته پکه وهي.

سوپکو ویلي چې طالبان د سولې نه، د جګړې پروژه ده او لاهم د افغان سولې لپاره ریښتینی نیت نه لري او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره د سولې په خبرو کې امتیازات ترلاسه کړي.

هغه ټینګار کړی چې طالبان یوه بې باروه ډله ده او امریکا باید له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو په تړاو مسوولانه چلند وکړي، تر څو دغه هېواد د ترهګرو په ځاله له بدلېدو خوندي پاتې شي.

 سوپکو کانګریس ته خبرداری ورکړی چې که امریکایي ځواکونه د سولې له هوکړې پرته او په افغانستان کې د اوسني وضعیت له پای ته رسولو پرته له دغه هېواد وځي نو د سختو جګړو د پېښېدو وېره شته ده.

د نوموړي په وینا، طالبانو همدا اوس هم د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای پر جګړه تمرکز کړی دی، پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او که امریکایي ځواکونه له دغه هېواد وځي، نو ښایي د حکومت د پرزولو کوښښ وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید هر ګام په پوره دقت واخیستل شي او روانه جګړه باید له ديپلوماتیکو لارو ختمه کړل شي.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا سرمفتش داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه د امریکا سي ان ان ټلویزون هم په یو راپور کې ویلي و، چې طالبان د دوحې په خبرو کې د پرمختګ لیواله نه دي او یواځې خپل وخت ضایع کوي.

سي ان ان ویلي چې طالبان تیار لاس په ماشه ولاړ دي او همدا چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي، نو پر امریکايي ځواکونو بریدونه پیلوي، چې دا به بیا د ټولو په زیان وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.