The news is by your side.

د سرتیرو ایستلو په هکله د سیګار خبرداری

خبریال ویبپاڼه/ د سولې هوکړې وړاندې د امریکايي او په ټوله کې د بهرنیو سرتیرو د وتلو په هکله نړیوال او د امریکا په کور دننه کې غبرګونونه موجود دي او ډیری امریکایان په دې نظر کې دي چې له هوکړې پرته باید سرتیري له افغانستانه و نه وزي اوس تازه دا خبرداری سیګار هم ورکړی.

د افغانستان پر بیا رغونه د سرمفتش ادارې سیګار مشر جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې له وخته مخکې د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله د امریکا کانګرس ته خبرداری ورکړی، هغه په خپل خبرداري کې د سولې خبرو، او نورو بدلونونو په هکله ویلي او زیاته کړې يې ده که چیري له کومې هوکړې پرته او یاهم د دې وضعیت پای رسولو وړاندي امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي نو سختې جګړې به رامنځ ته سي.

سوپکو په خپلو څرګندونو کې طالبان تورن کړي چې اوس هم تر خبرو پر جګړه زیات تمرکز کوي او هر وخت چې  خوښه وي نو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي چې له دې څخه ښکاري کچیري امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي نو طالبان به د دولت د راپرزولو کوښښ وکړي، هغه پر جګړه ختمیدلو او ژر سولې ټینګار کړی.

تراوسه پوري د سیګار په ګډون یو شمېر سیاسي او پوځي امریکايي چارواکو له افغانستان د سرتیرو د بې مسؤلیته او ژر وتلو سره مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی که چیري په دې وخت امریکايي او بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي نو لامل به يې سختې جګړې وي هغوی ویلي چې پر طالبانو باور نسته ځکه دوی خپلې هیڅ یوې هوکړې ته ژمن نه دي.

دوه ورځې وړاندې دوه لوړ پوړو امریکايي جنرالانو هم د امریکايي سرتیرو پر بې وخته وتلو اندېښنه څرګنده کړې وه او ټینګاريې کړی وو، چې په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ سي.

جنرال سکاټ میلر په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي هغه وویل کچیري یې سرتیري له افغانستان ووزي نو د افغانستان حالت نور هم خرابیدلی سي.

سبا پنج شنبه مسکو کې د افغان سولې په تړا د سولې کنفرانس جوړیږي چې ګډونوال به يې د افغان سولې او جګړې دریدلو پر تړاو خپل نظرونه څرګند کړي، له دې وروسته د مارچ په ۲۷ نېټه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړیږي چې د افغان دولت پلاوي  ترڅنګ طالبان هم پکښي ګډون کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance