The news is by your side.

د خليلزاد څخه د غني وروستۍ غوښتنه څه وه؟

خبريال وېبپاڼه- د افغان سولې خبرې په يو حساس پړاو کې دي، غني په کابل کې د کنټرول او مدیریت هڅه کوي او طالبان بيا د يوې خوا د جګړې ډګر ګرم ساتي او د بلې خوا بيا ګاونډیانو او سيمه ييزو هېوادونو ته وعدې ورکوي چې که اقتدار ته ورسېدل هغه به کوي او دغه به کوي‌.

په کابل کې بيا مهمه مسله همدا ده چې د موقت حکومت غږ خاموش شي او بلاخره د اشرف غني څوکۍ وساتل شي، البته ددې چوکۍ ساتل يوازې پدې مانا ندي چې غني حاکم پاتې شي بلکې د جوړ شوي سيستم چېرته چې واکمن د خلکو له لوري ټاکل کېږي دوام هم اړين دی.

خليلزاد په دوحه کې کافي وخت تېر کړ او بيا کابل ته راستون شو دلته دیې د اشرف غني او د ملي پخلاينې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل، خليلزاد په کابل کې دا خبره ونکړه چې د موقت حکومت د طرحې په هکله د طالبانو دريځ څه و، نه هم طالبانو تراوسه پورې خپل دريځ اعلان کړی دی.

د طالبانو دريځ که څه هم مهم دی خو د غني لپاره ډېر فرق نکوي، ځکه که طالبان موقت حکومت رد هم کړي نو بيا هم د غني استعفا غواړي او يا هم کېدی شي د يوې جرګې يا بل ډول لارې د افغان حکومت له مشر څخه د ټول واک انتقال وغوړاي.

په دې خوا کې بيا ټوله هڅه په ټاکنو ده، ويل کېږي چې د خليلزاد د تګ په وخت کې هم ولسمشر غني د هغه څخه په جدي ډول وغوښتل چې په دواړو غونډو کې د خپل ټول قوت څخه په کار اخيستنې طالبان ټاکنو ته راضي کړي.

دا چې خليلزاد به د ولسمشر دا غوښتنه په ريښتيا د طالبانو سره شريکه کړي او يا به هم جدي بحث ورسره پرې وکړي نامعلومه خبره ده، خو دا اړخ يې چې طالبان به دا غوښتنه ونه مني ښکاره ده، طالبانو ددوی د پلویانو او نېږدې کسانو په بار بار ويلي دي چې په هېڅ صورت به د ولسمشر غني د مدیریت لاندې ټاکنې ونه کړي.

که څه هم تر اوسه پورې طالبانو د ټاکنو په وړاندې په رسمي ډول کوم دریځ نه دی نيولی خو له څرګندونو یې ښکاري چې دوی په افغانستان کې ټاکنو هېڅ علاقه نلري.

د افغانستان ستونزه اوس کاملاً په يوه نازک حالت کې ده، غني موقت حکومت او د قدرت انتقال نه مني او په مقابل کې یې طالبان ټاکنې نه مني.

د ملت رايه چې ټاکنې دي هغه هم طالبان نه مني، که څه هم ملت هم په دې پوهېږي چې د ولسمشر غني تر مدیریت لاندې ټاکنې په اصل کې تش په نوم ټاکنې دي او ټوله پروسه د فساد ډکه ده خو د طالبانو ستونزه شفافیت ندی هغوی په ټوله مانا ولسواکي او ټاکنې د يو اصل په توګه منلو ته نه دي تيار.

په دې ډول یو حال کې په لوی احتمال د امريکا طرحه مجبور منل کېږي، ځکه که چېرې دواړه لوري په خپلو کې سره نه جوړېږي نو بيا به امريکا د يوې بلې جګړې اجازه ورنکړي او خپله طرحه به تحميل کړي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.