خلیلزاد: افغان سیاسیونو د سولې لپاره لاس راسره یو کړی
خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې لپاره یې کابل ته وروستی سفر ګټور و او افغان سیاسیون د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
هغه په ټویټ پیغامونو کې ویلي چې کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې یې د سولې اړوند د امریکا طرحه، دریځ او وروستۍ پرېکړې په مفصل ډول سیاسیونو، مدني فعالانو او ګڼو نورو اړخونو سره شریکې کړې دي او هغوی هم د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
خلیلزاد غیر مستقیم د سولې لپاره د امریکا نوې طرحې ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې افغان سیاسیون او نور ټول اړخونه د داسې سولې ملاتړ کوي چې اوربند رامنځته او د یو ځواکمن حکومت کې ټول اړخونه خپل ځان وویني او هم اوربند تامین شي.
د خلیلزاد دغه خبره د سولې اړوند د امریکا د طرحې تطبیق ته ده او دا په ډاګه کوي چې سیاسیون د سولې لپاره د امریکا له طرحې ملاتړ کوي او په دې سره سلا شوي چې موقت حکومت رامنځته او له لارې یې د جګړې ټغر ټول شي.
خلیلزاد دا هم ویلي چې د سولې په تړاو به ګڼې غونډې او کنفرانسونه نور هم جوړ کړي او د امریکا طرحه او دریځ به په دې برخه کې لا روښانه کړي، تر څو یوې دایمي سولې او ثبات ته لار هواره شي.
دا خبره د امریکا سفارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي چې د افغان سولې په تړاو به له نړیوالو شریکانو سره د امریکا غونډې او کنفرانسونه دوام کوي او پوره هڅه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.
خلیلزاد داسې مهال د امریکا له طرحې د افغان سیاسیونو د ملاتړ خبره کوي چې لږ مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشري یو پلاوی د سولې اړوند د مسکو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو.
داسې ښکاري چې خلیلزاد د امریکا د طرحې د تطبیق لپاره د افغان سیاسیون ملاتړ جلب کړی او د مسکو غونډه کې به په دې اړه مهمې پرېکړې کېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.