The news is by your side.

د طالبانو (۱۰) کسیزه پلاوی هم ماسکو ته وخوځېد

خبریال وېبپاڼه د ملابرادر په مشري‌ له قطر نه د طالبانو یو (۱۰) کسیزه پلاوی د ماسکو پر لور وخوځېدو.

په دغه پلاوي کې ملا برادر؛ شیخ عبدالحکیم؛ ملا سلام حنیفي؛ شیخ دلاور؛ ملا فاضل؛ خیرالله خیرخوا؛ سوهیل شاهین؛ انس حقاني؛ عباس تانکزی او ډاکتر محمد نعیم وردګ شامل دي.

د پلاوي یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د مسکو غونډه برخلیک ټاکونکې او د ترکیې د راتلونې غونډې لپاره یو ښه فرصت دی.

طالبان وايي چې دوی غواړي‌د سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکي‌وساتي او دا علت دی چې دوی د ماسکو په بلنه غونډې ته په ورین تندي‌ ور روان دي.

دا پلاوی د پنجشنبې په ورځ په هغه غونډه کې د ګډون لپاره ځي چې د افغانستان سولې بهیر د چټکېدو لپاره جوړېږي.

دې غونډه کې د افغان حکومت، طالبانو، امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د مسکو په کوربتوب جرګه کېږي.

دې ناسته کې چې طالبانو په شتون جوړېږي دواړه لوري د سولې هڅو پر چټکولو، د دوحې خبرو پر پیاوړتیا، افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو، ترهګرۍ سره مبارزه، نشه يي توکو قاچاق او پر یو خپلواک او ځان بسیا افغانستان جوړولو بحث او د نظر تبادله کوي.

له بلې خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، له افغان سیاسي مشرانو سره یې وروستۍ ناستې هڅوونکې وې.

ښاغلی خلیلزاد- چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو، سیاستوالو او د مدني ټولنې له غړو سره په خبرو بوخت و- وايي ټول د سولې په تړاو روانو هڅو سره همغږي دي او په وینا یې منلې یې ده، چې راتلونکو غونډو کې به پخپله یا د استازو له لارې ګډون کوي.

بل لورته تېره ورځ یوځل بیا محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل چې د ټاکنو پرته واک نه پرېږدي؛ که څه هم تر دې وړاندي هم بیا بیا اشرف غني‌ورته خبره کړې وه؛ خو د امریکا د متحده ایالاتو د آمرانه لیک نه وروسته د محمد اشرف غني نظر بدل شو.‌

سبا پانج شنبه په ماسکو کې وسله وال طالبان له حکومتي پلاوي سره غونډه کوي چې سولي ته یې هیلي را پیدا کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance